مخابراتي شبکې دې د انټرنټ بیه کې کموالی رامنځته کړي


ولسمشر غني کابل
ښاریانو سره د “ملي بخث” په دوام کې تېره
ورځ د کابل ښار دریمې، څوارلسمې او د پغمان ولسوالۍ خلکو سره کتنه ترسره کړه، او د
مخابراتي شبکو له لوري یې د انټرنټ په بیه کې د 
کمېدو ټینګار وکړ.

ولسمشر غني خلکو
سره په کتنه کې وویل چې د انټرنټ بیه را ټيټه شوې، خو مخابراتي شبکې لاهم پېرېدونکو
ته په پخوانیو بیو خدمات وړاندې کوي.

ښاغلي غني
مخابراتي شبکو ته خبرداری ورکړ، که په ټاکل شوې بیه انټرنټ وړاندې نکړي، نو کاري
جواز به ترې واخیستل شي.

دا په داسې حال
کې ده چې یو شمېر ډېر افغانان د مخابراتي شبکو له لوري پر وړاندې شویو خدمتونو
نیوکې کوي، او دغه خدمتونو ناسازګاره بولي.

د انټرنټ لوړه
بیه او ټيټ سرعت، د پېرېدونکو له ګرځنده سیمکارتونو څخه پرته د هغوي له اجازې د
اظافي خدمتونو ( وي ای اس ) له لارې د غلا په ډول د کړېډت اخیستنه او غږیزو خدمتونو
کې د نرخ لوړوالی هغه څه دي چې خلک ترې سر ټکوي.

د مخابراتي شبکو
له لوري د ناسمو خدمتونو وړاندې کول،  د دې
لامل شو چې یو شمېر فعال ځوانان د “اترا چېرته دی” کمپاین پر
لاره واچوي، د یاد کمپاین غړي وايي چې د یو کال په تېرېدو سره د مسؤلینو له لوري
ورکړل شوې ژمنې ندي عملي شوي، او د مخابراتي شبکو خدمتونه  نه یوازې دا چې ښه شوي ندی، بلکې یو شمېر برخو
کې تر پخوا هم خراب شوي دي.



Source link

Leave a Reply