پاکستان تر نامعلومې مودې پورې د تورخم دروازه تړلې | افغانستان | DW


د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، که څه هم د دغې دروازې د تړلو لامل امنیتي دلایل یاد کړي خو داسې ګنګوسې هم دي چې پاکستان په افغانستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د لاریونونو او د چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې دا کار کړی دی.

پاکستان ته د تلو په نیت له کوره راوتلي رحیم الله، د تلیفون پر لیکه دویچه ویله ته وویل چې سهار وخته تورخم ته تللی خو د دروازې د تړل کېدو له امله د ورځې تر دولسو بجو پورې هلته ولاړ او د دروازې خلاصون ته یې انتظار دی.

هغه روښانه کړه ډېر نور مسافر د دروازې دواړو غاړو ته په ستونزو کې دي او هیله لري چې دروازه زر تر زره خلاصه شي.

پاکستاني چارواکي ډېر وخت د ځینو سیاسي ناندریو او د امنیتي حالت ترینګلتیا له کبله د تورخم دروازه تړي، چې له امله یې ولسي وګړو، سوداګرو او مسافرو ته د ستونزو جوړېدو تر څنګ اقتصادي زیانونه هم اوړي.

لا تر اوسه پورې د پاکستان له خوا په دې اړه کوم رسمي نظر نه دی ورکړل شوی؛ خو د ننګرهار چارواکي وايي چې په تورخم کې له پاکستانیو چارواکو سره په خبرو بوخت دي.





Source link

Leave a Reply