کندز ولایت کې ۱۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي


د راپورونه له
مخې د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې طالبانو د امنیتي  ځواکونو پر یو پوستې برید کړی چې ۱۵ امنیتي ځواکونه
پکې وژل شوي دي.

یو شمېر
سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه تېره شپه ( سه شنبه سلواغې ۹ ) د کندز ولایت
دشتي ارچي ولسوالۍ کې رامنځټه شوې ده.

د طالبانو دغه
برید کې اته تنه نور افغان امنیتي ځواکونه ټپیان شوي هم دي.

طالبانو د یوې
ویډیو په خپرولو سره ویلي چې شاو خوا ۳۵ افغان امنیتي ځواکونو یې وژلي، څلور تنه
یې ژوندي نیولي او د امنیتي ځواکونو یو شمېر وسله یې هم لاسته ورغلي ده.

افغان امنیتي
چارواکو د شوې پېښې په اړه څه ندي ویلي، خو ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د بادغیس
ولایت  بالامرغاب ولسوالۍ کې ۶۲ افغان اسیر
سرتیري د طالبانو له ولکې څخه آزاد کړي دي.



Source link

Leave a Reply