د پوځي چارو شنونکي:که طالبانو پرمختللې وسلې ترلاسه کړې وي، جګړه به نور هم سخته او خونړۍ شي


د نړۍ او سیمې سیاسي وضعیت د
بدلون په حال کې دی او د
دې امکان شته دی چې طالبانو پرمختللې وسلې ترلاسه کړې وي

کابل – وسلوالو
طالبانو ادعا کړې چې وړمه ورځ د پکتیکا مرکز ښرنې ته څېرمه د ملي دفاع وزارت یوه
هلیکوپتره رانسکورولو سربېره د غزني د ده یک سدوخېلو سیمه کې د متحده ایالاتو یوه الوتکه
رانسکوره کړې ده.

امریکايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې
د طیارې سقوط عواملو په باب تحقیقات کوي خو د طالبانو دا ادعا چې دوی د امریکا
طیاره راغورځولې ردوي.

د چارو شنونکي اندېښنه ښيي چې د نړۍ او
منطقې سیاسي وضعیت د تغییر په حال کې دی، نیابتي جګړه اوج ته رسېدلې ددې امکان شته
دی چې طالبانو دې پرمختللو وسلو ته لاسرسی پیدا کړی وي.

د پوځي چارو شنونکی محمد عمر صافی وايي، که طالبانو
پرمختللې وسلې ترلاسه کړې وي نو جګړه به نوره هم سخته او خونړۍ شي. عمر صافی وايي، طالبانو پرمختللې اسلحې ترلاسه کړې دي باید په اړه یې
تحقیقات ترسره شي.

د کورنیو چاور وزارت پخوانی معیین میرزامحمد یارمند هم
په ورته نظر دی او وايي ملي دفاع وزارت دې
په پرلپسې ډول د هلیکوپترو غورځېدو پېښو په تړاو خپل دریځ اعلان کړي، چې دا طیارې
په پرمختللو وسلو نسکورې شوې که څنګه؟

خو د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د سولې توافق کې د ځنډ
وروسته د جګړې شدت او پرمختللو وسلو ته د طالبانو لاسرسي په تړاو اندېښنې په داسې
حال کې راپورته کېږي چې په روانه میاشت کې د افغان هوايي ځواک څلور هلیکوپټرې
غورځول شوې دي.





Source link

Leave a Reply