د تړمپ نوې طرحې کې بیت المقدس د اسرائیل پایتخت پاتې شوی


د امریکا ولسمشر
ډونلډ تړمپ تر اوږدې  مودې  وروسته د فلسطین او اسرائیل هېوادونو تر منځ د
ناندریو د پای ته رسولو لپاره خپله طرحه وړاندې کړه، چې یاده طرحه کې بیت المقدس د
اسرائیل د پایتخت په توګه پاتې شوی دی.

د تړامپ د دغې
طرحې پر وړاندې د فلسطین خلکو تُند غبرګون ښودلی، او بیت المقدس یې د فلسطین ابدي
پایتخت یاد کړی دی. سربېره په دې  یو شمېر نورو
هېوادونو کې هم مسلمانانو د تړمپ دغې طرحې پر وړاندې جدي غبرګونونه ښودلي او بیت المقدس
د فلسطین ابدي پایتخت ګڼي.

تړامپ ویلي چې
د فلسطین خلک د ښه او با عزته ژوند حق لري، او خپله دغه طرحه بې ستونزې ګني او
وايي، چې په ټوله معنا انډول پکې شتون لري.

په ورته وخت
کې اسرائیل بیا د فلسطین خلکو خلاف د تړمپ له دې طرحې تود هرکلی کړی دی.



Source link

Leave a Reply