سټارز اېنډ سټرایپس:امریکا په افغانستان کې په تېرو ۱۰ کلونو کې تر ټولو زیات هوايي بریدونه کړي


د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د وژل شویو
ملکیانو نیمايي مس
وول امریکايي ځواکونه بلل شوي دي، امریکا
پر طالبانو ځکه حملې زیاتې کړ
ې چې په خبرو کې برلاسي وي

کابل – سټارز
اېنډ سټرايپس امریکايي ورځپاڼې
وايي، د امریکا د هوايي ځواک د معلوماتو
له مخې، امریکا په افغانستان کې په تېرو ۱۰ کلونو کې تر ټولو زیاته بمباري کړې ده.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوله راغلي، د دې هېواد
الوتکو تر اووه زره او ۴۰۰ زیات بمونه او راکټونه د تېر کال پر مهال په افغانستان
کې کارولي.

سټارز اېنډ سټرايپس لیکلي چې امریکا په داسې حال کې پر
افغانستان تر بل هر وخت ډېر بمونه اچولي چې له طالبانو سره‌یې خبرو له ۲۰۱۹ میلادي
کال راهیسې څو ځلې دوام وکړ.

ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني
سرپرست استازي لوریل مېلر ویلي، امریکا پر طالبانو ځکه حملې زیاتې کړې چې په
خبرو کې برلاسي وي.

په مقاله کې د ملګرو ملتونو د نوي راپور له قوله راغلي چې د
۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د وژل شویو ملکیانو نیمايي مسوول
امریکايي ځواکونه بلل شوي دي.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان
جنرال سکاټ مېلر په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د دوی هدف همدا
دی چې ملکیانو ته زیان ونه‌رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر
امریکا تور پورې کړ چې د یوې بې‌پيلوټه الوتکې په حمله کې يې د درېیو کوچنیانو په
ګډون ۱۵ ملکیان وژلي دي.





Source link

Leave a Reply