د ولسي جرګې د تقنیني چارو کمېسیون:لویې څارنوالۍ ته د سوداګرۍ وزارت د کارکوونکو ور پېژندل د قانون خلاف دي


د سوداګرۍ وزارت سرپرست د ولسي جرګې لخوا سلب صلاحیت
شوی،
څارنوالي دې د اجمل
احمدي له خوا شوی شکایت
نه
څېړي

کابل –  د ولسي جرګې د تقنیني چارو کمېسیون د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست له خوا څارنوالۍ ته د دغه وزارت
د پنځو کارکوونکو معرفي کول د قانون خلاف بولي. د ولسي جرګې د تقنیني چارو کمېسیون وايي چې د سوداګرۍ وزارت سرپرست سلب صلاحیت دی.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا د تېرې
پنجشنبې «د سلواغې ۳ مه» اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست اجمل احمدي د یاد وزارت
د اداري او مالي مرستیال په ګډون پنځه کارکوونکي د دسیسې جوړولو او اداري اصولو
خلاف کړنو په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي هم وايي چې د
سوداګرۍ وزارت د یوې رسمي خبرپاڼې له لارې د یاد وزارت له یو شمېر کارکوونکو شکایت
کړی چې ګواکي دوی د سرپرست وزیر پر وړاندې په دسیسه او فساد کې ښکېل دي.هغه له
جزئیاتو پرته د سوداګرۍ او صنعت وزارت د یادو کارکوونکو په اړه وویل، د همکارانو
شکایتونه او اسناد یې په یاده اداره کې دي او د څېړنو پایلې به د هغه له پای ته
رسېدو وروسته له رسنیو سره شریکې کړي.

خو د ولسي
جرګې د تقنیني چارو کمېسیون رییس غلام فاروق نظري وايي چې دا کار د قانون خلاف دی. فاروق نظري وویل: «د ولسي جرګې مصوبه د قانون حیثیت لري، اوس چې د
سوداګرۍ وزارت سرپرست د دغه وزارت یوشمېر کارکوونکي څارنوالۍ ته وروپېژندلي، د
قانون خلاف دي، ځکه هغه سلب صلاحیت شوی دی، ان د صنعت او سوداګړۍ وزارت د سرپرست په توګه
د نوموړي د کار دوام د قانون خلاف دی.» هغه وایي چې د ولسي جرګې
د مصوبې په پام کې نیولو سره، څارنوالي باید د اجمل احمدي له خوا شوی شکایت ونه
څېړي.



دا وګورئ




از حکومت می خواهیم که مسوولان پوهنتون امریکایی افغانستان را به پرداخت مصارف قراردادی شرکت‌های …





Source link

Leave a Reply