د غزني ځايي چارواکي:طالبانو غزني کې د غورځېدلې امریکايي الوتکې ځای ته د افغان ځواکونو د ورتګ مخه نیولې


په دغه الوتکه کې څلور تنه وژل شوي او دوه تنه ټپيان دي، دوه تنه وژل شوي کسان د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته
لېږدول شوي او د الوتکې نیمه سوځلې تنه د پېښې ځای کې ویجاړه شوې ده

کابل – د غزني ځايي
چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په ده یک ولسوالۍ کې د غورځېدلې امریکايي الوتکې
د لوېدو سیمې ته د افغان ځواکونو د ورتګ مخه نیولې ده. ځايي سرچینې وايي چې په سیمه کې جګړه هم شوې ده.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي پرون رسنیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د پېښې ځای ته پر لار او غورځېدلې الوتکې
ته نژدې ماینونه ځای پر ځای کړي دي.کلیمزي زیاته کړه چې د پېښې ځای ته د امنیتي
سرتېرو د ورتلو هڅې یې پيل کړې دي.

بلخوا د غزني امنیه قوماندان محمد خالد وردګ بیا وايي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو
کې پرون مازدیګر د پېښې قربانیانو دوه مړي د غزني ګاونډي پکتیکا
ولایت مرکز ښرنې ته لېږدول شوي او د الوتکې نیمه سوځلې تنه د همدې ځواکونو له لوري
همالته د پېښې ځای کې ویجاړه شوې ده.

خالد وردګ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دغه الوتکه کې
څلور تنه وژل شوي او دوه تنه ټپيان وو چې اوس ورک دي.هغه ویلي:
“زموږ د معلوماتو له مخې، دلته څلور جسدونه دي او دوه نور ژوندي او ټپیان دي
چې اوس ورک شوي دي.”

خو د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت هم وړمه شپه
تائید کړه چې یوه پوځي الوتکه یې د افغانستان په غزني ولایت کې غورځیدلې ده. په
افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لگیت د جنورۍ په ٢٧ د یوې اعلامیې په
خپرولو سره هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې دغه الوتکه طالبانو ویشتلې ده.





Source link

Leave a Reply