لغمان کې د دوه کانالونه جوړېږي


د لغمان ولایت
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې دغه ولایت کې د دوو سربندونه
او کانالونه د جوړېدو سروې ترسره شوې او ډېر ژر به یې د رغولو چارې پیل شي.

د چارواکو په وینا
 “زېړانیو” او “نهر کریم” هغه دوه سربندونه
او کانالونه دي، چې سروې یې بشپړه شوې او ډېر ژر به یې د جوړېدو چارې پیل شي.

د لغمان ولایت
د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغو سربندونو او کانالونو په جوړېدو سره به تر
څلور زره هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

د چارواکو په
وینا دغه سربندونه او کانالونه د  ( پي ام
اس ) موسسې لخوا په اساسي ډول جوړېږي چې په جوړېدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزې
ځمکې خړوبې او زرګونه کورنۍ به ور څخه هر اړخیزې ګټې پورته کړي.



Source link

Leave a Reply