پاکستان د افغانستان پر مخ د تورخم لار بنده کړه


ننګرهار کې افغان
چارواکي وايي، چې پاکستان له افغانستان سره د تورخم لار نن ( چهارشنبه سلواغې۱۰ )
وتړله.

د ننګرهار
ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي، پاکستان له افغانستان سره د تورخم لار تړلې،
او لامل یې هم امنیتي ستونزې ښودل شوي دي.

کابل کې د
پاکستان سفارت د تورخم د لارې د تړل کېدو په اړه څه ندي ويلي.

پاکستان په
داسې حال کې د افغانستان پر مخ د تورخم لار تړي، چې تېره ورځ د ننګرهار او کابل په
ګډونو د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د پاکستان حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ
مشر منظور پښتین د نېول کېدو پر وړاندې لاریونونه ترسره شول.

تیره ورځ د
کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د پاکستان پر ضد لاریونونه پر لاره اچول شوي و،
او د منظور پښتین د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.



Source link

Leave a Reply