محسن داوړ او د پي ټي اېم ځېنې نيول شوي غړي خوشي شول



د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ محسن داوړ او عصمت شاه جهان په ګډون د غورځنګ يوشمېر نيول شوي کسان خوشي شوي دي.

محسن او د پي ټي اېم يو شمېر نور غړي د جنورۍ پر ۲۸مه په اسلام اباد کې هغه وخت ونيول شول کله چې يې د غورځنګ له لسګونه پلويانو سره يو ځای د خپل مشر منظور پښتين د ګرفتارۍ پر ضد احتجاج کاوه.

په دې احتجاج کې د محسن داوړ په ګډون، علي وزير، افراسياب خټک، بشرا ګوهر، عصمت شاهجهان او د پښتون ژغورنې غورځنګ يوشمېر نور مخکښانو او غړيو ګډون درلود.

د احتجاج په وروستيو شېبو کې پوليسو محسن داوړ او د پي ټي اېم شاوخوا ۳۰ نور غړي ونيول. خو د څو ساعتونو تر ايسارېدو وروسته يې محسن داوړ، عصمت شاهجهان او ځېنې نور غړي بېرته خوشي کړل.

محسن داوړ تېره شپه [د جنورۍ ۲۸مې] ناوخته پر ټويټر وليکل چې پوليسو ورته وړانديز وکړ چې دی خوشي کوي خو د هغه په وينا ده ورته وويل چې تر څو ټول نيول شوي کسان نه وي خوشي شوي نو دی به هم په زندان کې وي. نوموړی زياتوي چې دی او ځېنې نور ملګري يې خوشي شول خو اوس هم ځېنې کسان په بند کې پاتې دي چې دی به يې د جنورۍ پر ۲۹مه درک معلوم کړي.

د پېښور پوليسو منظور پښتين د جنورۍ پر ۲۷مه پیشلمي مهال نیولی و. د نوموړي د خوشي کولو لپاره پرون [د جنورۍ پر ۲۸مه] د پاکستان او افغانستان په يوشمېر ښارو کې احتجاجي مظاهرې شوي.

پرون د پېښور يو عدالت د منظور پښتین د ضمانت درخواست هم رد کړ. تر دې يوه ورځ وړاندې ياد عدالت نوموړی د پلټنو په موخه د ۱۴ ورځو لپاره پولیسو ته وسپاره او د ده نور نیول شوي ملګري یې خوشې کړل.

پولیسو پر منظور پښتین د امن خرابولو، کرکې خورولو، له ايين څخه د مخ اړولو او د رياست پر ضد د سازش کولو دفعې لګولې دي. خو پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه بې بنیاده بللي او ويلي يې دي چې د قانون او ايين په چوکاټ کې دننه د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.



Source link

Leave a Reply