د هالنډ مسلمانان د هدیرې د جوړولو له پاره پیسې ټولوي | آلمان او نړۍ | DW


د«تروو» په نامه هالنډۍ ورځپاڼي نن سه شنبه(د جنورۍ ۲۸ مه) خبر ورکړ، چي دغه هدیره به د گرونینگ سره نژدې په زویدلارن کي جوړه او د «بیبین» بنسټ په واسطه به یې کارونه تنظیم  سي. 

د دغه بنسټ رئیس، هامد امرینو ویلي دي، چي په مخ پر ډیریدونکي ډول سره ډیر مسلمانان ددغه ډول یوې هدیرې د جوړولو ارزو لري. په خبره یې هالنډ «زموږ ټاټوبی» دی. 

د هالنډ د هدیرو د اتحادیې (LOB ) ویاند، ویم وان میدؤد هم وايي، چي د مسلمانانو له پاره د يوې هدیرې د جوړیدو ډیر ضرورت احساسیږي. د ده په حواله »ډیر نسلونه موجود دي، چي دلته زیږیدلي دي او ځانونه هالنډیان احساسوي. دا ددې هیله هم تقویه کوي، چي دلته ښخ سي.«

خو بیبین تر اوسه پوري د هدیرې جوړلو له پاره لازمو۴۱۰۰۰۰ یورو تقریبأ نیمايي راټولي کړي دي. دغه بنسټ د خارج څخه پیسې نه اخلي، ځکه نه یې سي معلومولای، چي دغه پیسې د کوم ځای څخه راځي. خو امرینو د هدیرې له پاره مځکه پیدا کړې ده. په هالنډ کي تقریبأ ۸۵۰۰۰۰ مسلمانان ژوند کوي.

د داسي یوې هدیرې د جوړیدو ضرورت هم ځکه موجود دی، چي په هالنډ کي د ښخولو حق د لسو څخه  تر ۳۰ کالو پوري موجود دی. په داسي حال کي چي په اسلام کي سړی باید په قبر کي دایمي ارامي ولري. په همدې خاطر ډیر مسلمانان غواړي، چي په خپلو اصلي ټاټوبو، لکه ترکیې یا مراکش کي ښخ سي.

که مسلمانان په نورو هدیرو کي ښخ سي، نو ورباندي د قبر اخیستلو پیسې هم راځي. د «د فولکس کرنت» په نامه ورځپاڼي په حواله په هالنډ کي د یوه دایمي قبر قیمت تقریبأ ۸۰۰۰ یورو دی. د بیبین رئیس، امیرنو غواړي په هالینډ کي هم د مسلمانانو له پاره دا کار اسانه کړي او د یوه قبر فیس حداکثر تر۳۰۰۰ یورو لوړ نه سي. 





Source link

Leave a Reply