افغانستان او پاکستان د نشه یي توکو پر وړاندې ګډه مبارزه کوي


افغانستان او
پاکستان له نشه یي توکو سره د مبارزې برخه کې ګډه مبارزه کوي، او له همدې امله یې خپلمنځې
هوکړه لاسلیک کړه.

کورنیو چارو
وزارت وايي، چې افغانستان او پاکستان د نشه یې توکو سره د مبارزې ګډه هوکړه لاسلیک
کړه، چې له مخې یې دواړه هېوادونه ژمن دی تر څو له نشه یي توکو سره مبارزه وکړي،
او د پلور او قاچاق مخنیوی یې وکړي.

دغه هوکړه چې
نن د افغانستان او پاکستان هېوادونو تر منځ لاسلیک شوه، پاکستان اړ دی چې
افغانستان کې د نشه یي توکو د پلور او قاچاق برخه کې له افغان حکومت سره همکاري
وکړي.

کورنیو چارو
وزارت اعلامیه کې راغلي چې د هوکړې پر مهال له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره پر
یو شمېر چارو غور شوی، چې له مخې به پرې کار وشي.



Source link

Leave a Reply