کابل کې د زابل ولایت د شاجوي ولسوالۍ ځايي قومندان وژل شوی دی


د راپورونو له
مخې د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د ځايي ځواکونو قومندان بخت الله بخت” د کابل ښار
احمد شاه بابا سیمه کې وژل شوی دی.

 د زابل ولایت امنیتي چارواکو رسینو ته سره په
خبرو کې منلې چې د دغه ولایت د شاجوی ولسوالۍ د ځايي ځواکونو قومندان کابل کې وژل
شوی دی.

د طالبانو
ویاند ذبیع الله مجاهد وايي، دغه قومندان کابل ښار کې د دوي له لوري په یو تکتیکي
برید کې وژل شوی دی.

دا لومړی ځل
ندی چې طالبانو پلازمینې کابل کې د ولایاتو امنیتي چارواکي تر برید لاندې راولي،
طالبانو څو میاشتې مخکې د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ ولسوال هم کابل کې ترور کړ.

کابل کې د
کورنیو چارو وزارت تر اوسه د شوې پېښې په اړه څه ندي ویلي.



Source link

Leave a Reply