پنجشنبه , فبروري 21 2019
Home / سلايډ

سلايډ

ايران افغانستان ته افغان بنديان وسپارل

د افغانستان حکومت ویلي، ایران څه باندې ۶۰۰ افغان بندیان، چې په ایران کې زنداني شوي وو، افغانستان ته سپارلي دي. په پام کې ده افغانستان هم ایراني بندیان دغه هېواد ته وسپاري. د بندیانو د تبادلې بهیر له ۱۳۹۳ کال راهیسې پیل شوی. د افغانستان د عدلیې وزارت ویلي، دا بندیان اوس په هرات …

بشپړ متن »

په ننگرهارکې ٨ پاڅون کوونکي وژل شوي

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياني ويلي دي د ننگرهارولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې ۸ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي. وياند ويلي دي چې طالبانو تېره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ لاچه پور سيمه کې د ولسي پاڅونوالو پر پوسته ډله ييز بريد کړی دی. هغه …

بشپړ متن »

لویه جرګه د روانې کب میاشتې په ۲۶ جوړېږي

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داودزی ويلي دي ، د افغان سولې په تړاو مشورتي لویه جرګه به تر درې اوونیو په کابل کې جوړه شي. داودزي وویل، چې دغه جرګه به درې ورځنۍ وي او د غځولو امکان یې هم شته. داودزي‌ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د …

بشپړ متن »

ډاکټر مجاور احمد زیارد علومو اکاډمي مشاور ټاکل شوى

دافغانستان د علومو اکاډمۍ د خبر پاڼې له مخې پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیارد علومو اکاډمي د مشاور توګه ټاکل شوى او پرون د روان کال د سلواغې په ۳۰ مه نېټه د علومو اکاډمي د مشاور په توګه د ولسمشر سلاکار لعل پاچا آزمون لخوا وروپيژندل شو. په دې اړه غونډه کې د افغانستان …

بشپړ متن »

اروپايي ټولنې افغانستان ته د پېسو په اړه خبردارى ورکړى

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې ، اروپايي ټولنې د پیسو سپینولو د ډېرو خطرناکو هېوادونو نوملړ کې د ور زیاتولو په اړه خبرداری ور کړی دى د افغانستان بانک وايي، دغه نوملړ ته ور زیاتېدلو سره یې د هېواد اقتصاد له سخت خطر سره مخ کېږي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند …

بشپړ متن »

د تاجکستان او افغانستان پر پوله ګډ سوداګریز بازارونه جوړېږي

د تاجکستان او افغانستان پر پوله د دواړو هېوادونو ګډ سوداګریز بازارونه جوړېږي. د راپورونو له مخې تر دې دمه ددغه سوداګریزو بازارونو پنځه څلوېښت پروژې لاسلیک شوې دي. د کلیو او پراختیا وزارت وایي، دوی غواړي په دې توګه د سرحدي سیمو د خلکو په ژوندانه کې مثبت تغیر راولي او دوی د یوه …

بشپړ متن »

په مصر کې چاودنه شوې

د مصر هېواد په پلازمېنه قاهره کې چاودنه شوې چې له امله د یو مشکوک کس په ګډون دوه پولیس وژل شوي دي او دوه ټپيان دي چارواکي وایي چې دا پېښه تېره شپه ناوخته الازهر جومات ته څېرمه رامنځته شوې ده د مصري چارواکو په خبره مشکوک کس تر وړاندې لا پولیسو پېژندلی و …

بشپړ متن »

د لاجوردو پر لار لومړی تجارتي کاروان افغانستان ته راورسېد

افغان چارواکو ويلي دي د لاجوردو پر تجارتي دهلیز په غوړیو، درملو او د لمریزې برېښنا په تولیدي بتریو بار لومړی کاروان هرات ته ورسېده. دا مالونه په هغو پنځو لاریو کې بار وو چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې له افغانستان څخه یې د افغان سوداګرو مالونه ترکیې ته ولېږدول. افغان چارواکو پر خبره په …

بشپړ متن »

خلیلزاد : د افغان سولې لپاره یو ملي مرکچي ټیم اړین دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي پخپلو وروستیو مرکو او له ځينو سیاسي څېرو سره ليدنې پيل کړي ، چې د افغانستان جګړه د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې د حل وړ دهخلیلزاد له پخواني جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف سره په لیدنه کې ویلي، افغان سیاسیون او حکومت باید یو ملي، …

بشپړ متن »

شهزاده بن سلمان له پاکستان وروسته هند ته ځي

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي محمد بن سلمان د لومړي وزیر نریندرا مودي په بلنه هند ته سفر کوي. د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پاکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته مخکې له دې چې هند ته لاړ شي بیرته ریاض ته ستون شو او له هغه …

بشپړ متن »