پنجشنبه , فبروري 21 2019
Home / تازه خبرونه

تازه خبرونه

د افغانستان او تاجکستان پر پوله ګډ بازر جوړیږي

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت مسوولینو د جاپان پر مالي لګښت د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډ بازار د جوړولو په ګډون د ۴۵ پروژو تړونونه لاسلیک کړل. د کلیوپراختیا زوارت مسوولین وايي؛ د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سرحدي ولایتونو کې به ګډ بازراونه جوړ کړي، چې د دغې سیمي …

بشپړ متن »

د هند منفي کړنې د افغانستان د سولې بهیر زیانمنولی شي- پاکستان

په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، که هند په هندي کشمیر کې د وروستیو چاودنو په تړاو منفي کړنې تر سره کړي؛ د افغانستان د سولې بهیر به تر اغېز  لاندې راولي. پاکستان سره لدې، چې ډېر ځله پرې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې تورونه لګیدلي؛ خو په کابل کې یې …

بشپړ متن »

د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې نامعلومې دي- کارپوهان

کارپوهانو ویلي، چې د ولسي جرګې نوی کاري کال به د کب پر ۱۵ پیل شي؛ خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې ولسي جرګې ته نوي که زاړه وکیلان ور ځي.  د ولسي جرګې ټاکنې له درې کلن ځنډ وروسته د تلې پر ۲۸ تر سره شوې؛ خو د درغلیو او فساد ادعاوې د دې …

بشپړ متن »

ملي امنیت په کابل کې د انسان تښتوونکیو ۶ کسیزه ډله نیولې

د ملي امنیت عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ریاست ځانګړیو ځواکونو د کابل له ۱۲ ناحیې څخه د سړي تښتوونکیو د ۶ کسیزې ډلې له نیولو خبر ورکړی دی. د سړي تښتوونکیو دغې ډلې د ظفرخان د زوی محمد یار په مشرۍ د کابل ښار له دولسمې ناحیې څخه د طوطي خان …

بشپړ متن »

په کابل کې ۵۵ میله بېلابېلې وسلې او مهمات ونیول شوي

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په کابل کې د پولیسو د عملیاتو پر مهال ۵۵ میله بېلابېلې وسلې او یو شمېر مهمات نیول شوې دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند په آسیا بیني سیمه کې د وسلو او مهماتو پر یوې زېرمې د استخباراتو …

بشپړ متن »

په ننګرهار کې د طالبانو پر یوه مرکز شپني عملیات تر سره شوي

تېره شپه د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د خوږیاڼي ولسوالۍ د ټټنګ په سیمه کې د وسلوالو طالبانو پر يو مرکز شپني عملیات کړي دي.  د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي، په دې عملياتو کې نهه تنه طالب وسلوال وژل شوي او يو جنګي مرکز یې، چې سپکې او درندې وسلې په کې وې …

بشپړ متن »

د لغمان په قرغي ولسوالۍ کې پر سراچه موتر ماین چاودنه شوې

نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې، د لغمان د قرغي ولسوالۍ اړوند د سرخکانو د ګډوالو کمپ په اړوند سیمه کې د ملکي وګړیو پر يوه سراچه موتر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې.  د لغمان والي وياند اسدالله دولتزى وايي؛ په چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.  هغه …

بشپړ متن »

حکومت په ناقانونه توګه په حکومتي ادارو کې چاڼ پیل کړی- اتمر

د سولي او اعتدال ټاکنیزې ډلې پر حکومت تور لګولی، چې په ناقانونه توګه یې په حکومتي ادارو کې چاڼ پیل کړی دی. د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کیدو د مطرحو ټاکنیزو ډلو تر منځ ناندرې ورځ تر بلې تودیږي او ولسمشریزو ټاکنو ته د سولې او اعتدال د ډلې احتمالي نوماند حنیف اتمر پر …

بشپړ متن »

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ شمالي ولایتونو ته ورسیده

بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې د مزار شریف ښار په سجادیه سیمه کې له بېوزله او اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. په مزار شریف ښار کې د سجادیه ښارګوټي بېوزله کورنۍ د بیات بنیاد له ژمنیو مرستو برخمنې شوې. په دې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، کمبلې او  ګرمې …

بشپړ متن »

له خلیلزاد سره یوې نوې او څرګندې کاري هوکړې ته رسیدلي یو- اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د خبرو په اړه یوې نوې او څرګندې کاري هوکړې ته رسیدلي دي. ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت …

بشپړ متن »