چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / tribalnews

tribalnews

ایران:امریکا هڅه کوي چې مات شوي داعشیان افغانستان ته ولېږدوي

د ایران پارلمان وایي امریکا او ځینې نور ملګري هېوادونه یې هڅه کوي چې په عراق کې ماتې خوړلي داعشیان افغانستان ته ولېږدوي. د پارلمان مهمو غړو پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د امریکايي حکومت ددغه ناقانونه کړنو پر وړاندې اقدام وکړي او ژر تر ژره دې دغه مسئله جدي ونیسي. ایران وایي امریکا …

بشپړ متن »

هرات:سیلابونو ۱۵ کسان وژلي دي

د هرات په شینډنډ، زنده جان، غوریان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې راغلي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې اړه وویل، چې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۵ ته رسېدلی، چې ښځې ماشومان او سپین ږیري پکې شامل دي. تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په غوریان، زنده جان، رباط سنګي …

بشپړ متن »

قبايلي مشران: حکومت د ځنډ او بهانو کار اخلي، تش اعلانونه کوي.

که څه هم حکومت د قبایلي ضلعو د پرمختګ او اصلاحاتو عملي کولو لپاره هلې ځلې کوي او د قبایلي ضلعو د پارلېماني د کمېټۍ جوړولو ترڅنګ وزیراعظم عمران خان د باجوړ دوره وکړه چې پکې يې د دې ضلعو د پرمختګ لپاره د ۱۰۰ اربه روپو اعلان هم وکړ. خو بل پلو ځینې قبایلي …

بشپړ متن »

امریکا د حمد الله محب سره خپلې اړیکې پرې کړي

د افغان او امریکايي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل شوي چې امریکا د افغانستان ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره خپلې اړیکې پرې کړې دي. محب تېره اوونۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سخت انتقادونه وکړل. په قطر کې د امریکايي پلاوي …

بشپړ متن »

د هالېنډ پولیسو هغه کس نیولی چې په رېل گاډي کې يې پر خلکو ډزې کړې وې

د دغه مشکوک تن د گرفتارۍ نه وړاندې د اوتریخت پولیس په ټوېټر د گوکمان تنش تصویر شائع کړی ؤ د هالېنډ پولیس هغه کس نیولی دی چې په اوتریخت ښار کې په یو رېل گاډي حمله کې د ککړتیا شک پرې کېږي. په حمله کې درې کسان وژل شوي او پنځه زخمیان دي. د …

بشپړ متن »

راتلونکې مياشت به په قطر کې د طالبانو او افغان سياسي مشرانو تر منځ غونډه کيږي

ټاکل شوې ده دافغانستان دبیلابیلو سیاسي شخصیتونو اؤ طالبانو تر مینځ افغانستان کې دسولې په اړوند له ماسکو وروسته یوه بله مهمه غونډه راتلونکې میاشت په دوحه کې کیږي چې پکې د افغانستان څخه د ۸۰ؤ پورې دسیاسي مشرانو دګډون احتمال ښودل شوی دی. دافغانستان خبري اژانس پژواک د سه شنبې په ورځ‌ پخپل یو …

بشپړ متن »

هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ تازه نښته شوې ده

د هند پوځ وایي، د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پرون د پاکستاني سرحدي ځواکونو د ډزو په یوې تازه پېښه کې یو هندی سرتیری وژل شوی او درې نور سخت ټپیان دي. دغه پېښه د کنټرول کرښې ته نږدې د راجوري سیمې کې شوې ده. هندي پوځي چارواکو وویل چې ځواکونو یې د پاکستاني …

بشپړ متن »

پمپیو:د پاکستان ایټمي وسلې واشنګټن ته ستر ګواښ دی

دامریکې دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي مائیک پومپیو پخپله یوه مرګه هاغه پینځه سترې ستونزې په ډاګه کړي چې دامریکا ملي سلامتۍ ته ګواښونه راولاړولی شي اؤ دپاکستان داټومې پروګرام د ورانګارو لاسونو ته لوئیدل یې هم ددغو ګواښونو یا ستونزو څخه یوه بللې ده. داتوار په ورځ پخپله دغه تازه مرکه کې دامریکا د بهرنیو …

بشپړ متن »

د نوروز په تړاو امریکا سفارت خبرداری ورکړی دی

په کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی چې سخت دریځي ښایي د نوي کال د نوروز جشن د لمانځلو په مهال د بهرنیانو په ګډون پر ځینو اهدافو حملې وکړي. سفارت په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په دې اړه یې د روانې مارچ میاشتې له نیمایي راهیسې ډېر راپورونه …

بشپړ متن »

کوزه پښتونخوا کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې ده

دخیبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان سیمه کې دپولیسو په ګاډي بمي برید کې دیو پولیس افسر اؤ دوؤ عسکرو په ګډون څلور کسان ژوبل شوي دي چې پکې د یو عسکر حالت مرګونی ښودل کیږي. د ډیره اسماعیل خان دپولیسو ضلعي مشر سلیم ریاض رسنیو ته ویلي دغه برید د ګل په ورځ د …

بشپړ متن »