پنجشنبه , فبروري 21 2019
Home / BBC News Pashto - کور پاڼه

BBC News Pashto - کور پاڼه

چای خونې که د خواله ځای

د افغانستان د کابل په ګډون په ډېرو لویو ښارونو کې، چای خونې او کافي ګانې جوړې شوې دي. ځوانان ورځي او پر بېلابېلو موضوګانو په کې بحثونه او خبرې کوي....

بشپړ متن »

پر روسي پوځیانو د ځیرک تیلیفون کارولو بندیز

د روسیې ولسي جرګې د یو قرارداد په منلو سره د دې هېواد پر پوځیانو د دندې پر وخت د ځیرک تیلیفون پر کارولو بندیز لګولی دی. اوس که د مشرانو جرګه دا طرحه تصویب کړي او بیا ولسمشر ولادمیر پوتین پرې لاسلیک وکړي نو ورسره به دا قرارداد په قانون بدل شي...

بشپړ متن »

افغان حکومت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان د وروستۍ سیاسي ترینګلتیا او د افغان سولې د خبرو په اړه په کابل کې د پاکستان د سفیر وروستۍ څرګندونې غندلې دي او په دې اړه یې کابل کې د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته د احتجاج ثبتولو لپاره احضار کړی...

بشپړ متن »

‘د سولې هر ډول هوکړه باید د ښځو حقونو ته سرې کرښې وي’

د طالب او امریکایي چارواکو د خبرو بل پړاو ته له نژدې کېدو سره سم، د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وایي چې دغو خبرو او د سولې هر ډول هوکړه کې باید د ښځو حقونه سرې کرښې وي....

بشپړ متن »

ورځپاڼې: سعودي له پاکستانه څه غواړي؟

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي هغه څه دي چې سعودي عربستان او پاکستان سره متحد ساتي؟ مطلب کې وړاندې راغلي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په داسې حال کې له پاکستانه خپل اسیايي سفر پیل کړ چې هند له پاکستانه ته تېره اونۍ د هغه برید د غچ اخیستلو ...

بشپړ متن »

ایران څه باندې ۶۰۰ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل

د افغانستان حکومت ویلي، ایران څه باندې ۶۰۰ افغان بندیان، چې په ایران کې زنداني شوي وو، افغانستان ته سپارلي دي. په پام کې ده افغانستان هم ایراني بندیان دغه هېواد ته وسپاري. د بندیانو د تبادلې بهیر له ۱۳۹۳ کال راهیسې پیل شوی....

بشپړ متن »

د امریکا کانګرس: د ټرمپ اداره سعودي ته اټومي بټۍ لېږدوي

د امریکا د کانګرس یوه جرګه ګۍ وايي، داسې مالومات یې تر لاسه کړي، چې سپینه ماڼۍ له خبرداري سره سره سعودي ته د حساسې اټومي ټکنالوجسۍ د ور لېږدولو هڅې ګړندۍ کړې دي....

بشپړ متن »

افغانان د سوېډنۍ پېغلې جرمانه ولې ور کوي؟

ځینې بهر مېشتو افغانانو د هغې سوېډنۍ پېغلې د جرمانې ور کولو ټټر وهلی چې تېر دوبی یې له خپل هېواد د یوه افغان کډوال د ستنېدلو د مخنیوي لپاره الوتکه کې اعتراض وکړ....

بشپړ متن »

افغانستان ته د پیسو سپینولو په هکله د اروپایي ټولنې خبرداری

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اروپايي ټولنې د پیسو سپینولو د ډېرو خطرناکو هېوادونو نوملړ کې د ور زیاتولو خبرداری ور کړی. د افغانستان بانک وايي، دغه نوملړ ته ور زیاتېدلو سره یې د هېواد اقتصاد له سخت خطر سره مخ کېږي....

بشپړ متن »