پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / Ariana News

Ariana News

داعش ډلې په ننګرهار کې طالبان په شا تمبولي

ننګرهار کې د داعش جنګیالي شیرزادو ته رسېدلي. دمګړۍ د شیرزادو په سور راغه او خدرخیلو کې د دواړو خواو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. حکومت د نښتو پخلی کوي خو د مرګ ژوبلې معلومات نه لري. د نښتو له امله د شیرزادو او خوږیاڼيو له غرنیو کلیو سلګونه کورنۍ  ښار او نسبي امن سیمو …

بشپړ متن »

خصوصي سکتور د سولې په بهیر کې پخپلو غوښتنو ټینګار څرګند کړ

د هېواد د خصوصي سکتور استازي وايي، چې د سولې په بهیر کې د دوی غوښتنو ته پاملرنه نده شوې. دوی څرګنده کړې؛ د خصوصي سکتور ټولې غوښتنې به په لیکلي بڼه افغان حکومت، وسلوالو طالبانواو نړیوالو ته وړاندي کړي، چې  د سولې په راتلونکيو خبرو کې دغې سترې اقتصادي برخې ته پاملرنه وشي. د …

بشپړ متن »

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو وروستی نوملړ ټاکنو کمیسیون ته ولیږل شو

د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو لپاره د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو وروستی نوملړ اعلام کړ. د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته په لیږل شوي وروستي نوملړ کې مو هیڅ نوماند ندی حذف کړی؛ ځکه، چې په وړاندې هیڅ اعتراض ندی شوی. …

بشپړ متن »

ملي شورا به په راروانه اوونۍ کې پرانستل شي

 ټاکنڅارې ډلې او کارپوهان وایي؛ تر هغې، چې د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام او د ټاکنیزو کمیسیونونو د پخوانیو کمیشنرانو دوسیې څرګندې نشي ملي شورا دې نه پرانیستل کیږي. شاوخوا شپږ میاشتې کیږي، چې د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شوي؛ خو تر اوسه ملي شورا د دولت د درې …

بشپړ متن »

په پکتیکا کې شپږ وسلوال طالبان وژل شوي

د پکتیکا ولایت اد امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین وایي، تېره شپه افغان ګډو امنیتي ځواکونو د پکتیکا په سرروضه ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي، چې شپږ تنه طالبان یې وژلي او د دوی دوه مهم مرکزونه ویجاړ او یو شمېر چاودیدونکي توکي، ماینونه او مهمات یې کشف کړي او له منځه وړل شوي …

بشپړ متن »

مسکو د افغان سولې درې اړخیزې ناستې ته چمتوالی نیولی

په کابل کې د روسیې سفارت په ډاګه کړې، چې تر راتلوونکیو دوه ورځو به په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه درې اړخیزه ناسته تر سره شي. د روسیې سفارت په خبرپاڼه کې څرګنده شوې؛ ټاکل شوې، چې د پنجشنبې پر ورځ د اپریل پر ۲۵ مه به په مسکو کې د …

بشپړ متن »