دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / ahmadwali (page 10)

ahmadwali

انلاین پاسپورټ اخیستو خدمات پرانیستل شول

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت له مخابراتو وزارت سره په ګډه د پاسپورت اخستو انلاین خدمتونه پرانستل. په ې سیستم سره به مراجعینو ته د پاسپورت اخستل اسانه شي او له فساد سره مبارزه کې پوره همکاري کولی شي. له دې سره یو ځای د ترافیکي سیستم برښنایي کیدو کارونه هم اتیا سلنه بشپړې … Continue reading انلاین پاسپورټ اخیستو خدمات پرانیستل شول

بشپړ متن »

اسیا پراختیایي بانک پانګونه کوي

هندوکش – کابل: د اسیا پراختیایي بانک افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو، انرژۍ او داسې نورو پروژو چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته ګټور تمامېږي، پانګونه کوي. تیره ورځ مازدیګر مهال د سویلي او مرکزي اسیا پراختیایي بانک اجرائیوي مشر شېواجي له اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي. شېواجي د خپلو برنامو او فعالیتونو … Continue reading اسیا پراختیایي بانک پانګونه کوي

بشپړ متن »

ملګري ملتونه سولې ته خوشبین دي

هندوکش – کابل: کابل کې د ملګرو ملتونو استازي هم باور ښودلی چې د سولې خبرو کې پرمختګ شوی دی. خو امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ټینګار لري چې ملګري ملتونه دې پر طالبانو لګیدلو بندیزونو کې جوړجاړی نه کوي چې له ترهګرۍ سره مبارزه به کمرنګه کړي. محب ویلي، طالبانو سره سوله د ترهګرۍ … Continue reading ملګري ملتونه سولې ته خوشبین دي

بشپړ متن »

خلیلزاد د قطر د خبرو جزیات په ډاګه کړل

هندوکش – کابل: خلیلزاد ویلي، له لوړو ژورو سره سره یې پرمختګ وکړ او ورته مالومه شوه چې ټول اړخونه د جګړې ختمول غواړي. د افغان سولې برخه کې د امریکا بهرنیو چارو وزرات ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یو شمېر ټویټر پیغامونو کې ویلي، د سولې لپاره حالت ښه شوی او دا څرګنده شوه … Continue reading خلیلزاد د قطر د خبرو جزیات په ډاګه کړل

بشپړ متن »

له امریکا سره د سولې په خبرو بحث

هندوکش – کابل: اجرایه رییس کابل کې د امریکا سفیر سره کتلي او د سولې په تړاو یې ورسره خبرې کړي دي. تیره ورځ عبدالله عبدالله کابل کې د امریکا سفیر جان باس سره کتلي او دواړو لوریو د سولې، ټاکنو او وروستیو تحولاتو خبرې کړي دي. خو دا خبرې هم د قطر دفتر خبرو … Continue reading له امریکا سره د سولې په خبرو بحث

بشپړ متن »

خوږیاڼو کې طالبان وژل شوي

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ ټټنک سیمه کې د عملیاتو په مهال شپږ طالبان وژل شوي دي. د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتره خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا عملیات تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري شوي . په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د عملیاتو په مهال د … Continue reading خوږیاڼو کې طالبان وژل شوي

بشپړ متن »

روسیه د طالبانو او امریکا له خبرو انديښنه لري

هندوکش – کابل: روسیه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ دوحه کې پټو خبرو اندېښمنه کړې ده. په کابل کې د روسې سفیر الکساندر مانتیسکي وویل، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو په اړه ویلي چې دوي په افغانستان کې د سولې له خبرو هر کلی او ملاتړکوي، خو دا چې … Continue reading روسیه د طالبانو او امریکا له خبرو انديښنه لري

بشپړ متن »

د ارمان لوڼي څلويښتمه نمانځل کیږي

هندوکش – پاکستان:  د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه چې د ارمان لوڼي د وژنې قضیه یې نه ده څیړلي. منظور پښتون دا خبرې داسې مهال کوي چې د ارمان لوڼې له وژنې څلوېښت ورځې تیریږي خو د پاکستان حکومت د یادې قضیي عریضه هم نه ده کړې … Continue reading د ارمان لوڼي څلويښتمه نمانځل کیږي

بشپړ متن »

ولسمشر د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره لارښوونې کړي

هندوکش – کابل: ولسمشر ویلي، په جګړه کې تر ټولو لويه بدمرغي د ملکي تلفاتو موضوع ده او کله هم د ملکي تلفاتو څخه خبريږي سخت ځوریږي. ولسمشر ویلي، د ملي وحدت حکومت رهبرۍ او د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو مشرتابه ته په هيڅ صورت په جګړه کې ملکي تلفات د منلو او زغملو … Continue reading ولسمشر د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره لارښوونې کړي

بشپړ متن »

د هرات – ډیلي پر هوايي دهلیز صادرات پیل شول

هندوکش – هرات: د افغانستان د هرات او هند د نوي ډیلي ترمنځ هوايي دهلیز پرانیستل شو. د هرات والي وويل، چې دغه دهليز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د لا پر اختيا لپاره مهم ګام دی. د ده په خبره، چې افغانستان پخوا پر يو هېواد تکيه کول؛ خو اوس ډېرې هوايي … Continue reading د هرات – ډیلي پر هوايي دهلیز صادرات پیل شول

بشپړ متن »