پنجشنبه , اپریل 15 2021

ډيوه راډيو

په کار ده چې ښځې د خپلو جسمونو په اړه د فیصلې اختیار ولري

واشنګټن —  د ملګرو ملتونو د آباتۍ ادارې د نړۍ په هېوادونو غږ کړی چې جسماني خود ارادیت، یو آفاقي حق وګرځوي. یادې ادارې د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل چې زښته زیاتې ښځې او جینکۍ پخپلو جسمونو په اړه د دغه بنیادي حق نه محرومه کړی شوي دي. د ملګرو …

بشپړ

د بهرنيو ځواکونو وتلو پورې په خبرو کې ګډون نه کوو

کراچۍ —  طالبانو ويلي د افغانستان د راتلونکې په اړه په ترکي کې راجوړېدونکې غونډه کې ګډون نه کوي څو پورې چې د افغانستان نه بهرني ځواکونه نه وي وتلي. په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند محمد نعیم په ټویټر ويلي، تر هغې پورې چې د افغانستان نه …

بشپړ

د ټولو مسلمانانو د يو هېواد مفکوره ممکن نه ده

واشنګټن —  ترکي نسل اسلامي سکالر مصطفی اکيول وايي “مسلمانانو له دا خيال هېرول پکار دي چې ګنې د ټولو به يو اسلامي هېواد جوړ شي بلکې پکار دا ده چې په انساني ازادۍ او د وخت په ريښتياو کې انساني ژوند وشي او د تندلارۍ لاره ونيول شي”. د …

بشپړ

انجیو هڅه کوي د چین لخوا د خلکو اجباري اقرارونه په ټي وي خپاره نشي

واشنګټن – د سویډڼ د بشري حقونو فعال پیټر ډېلن د چین په دولتي ټي وي سي سي ټي وي باندې ښکاره شو او وویل، هغه “د چین حکومت ته ضرر رسولی.” او “د چینایانو احساسات یې ژوبل کړي دي.” نوموړي دغه څرګندونې د پېکنګ په یو توقیف ځای کې …

بشپړ

پولیس یو بل تورپوستی وژلی؛ پر ګرځبندیز باوجود یې په ضد احتجاجونه شوي

واشنګټن ـــ د امریکې په منیسوټا ایالت کې د یو پولیس افیسر په ډزو د یو بل تورپوستي د وژنې په ضد سلګونه خلک هملته د پولیس تاڼې مخته را غونډ شوي او پولیسو ګرځبندیز لګولی خو د دې باوجود خلکو احتجاجونه کړي دي. د منیسوټا ایالت منیاپولیس ښار ته …

بشپړ

د ويکسين لګولو وروسته احتياط پرېښودل د کرونا خورېدو سبب ګرځي

کراچۍ —  د صحت نړيوالې ادارې ویلي، د کرونا د ويکسين لګولو وروسته احتياط پرېښودل په نړۍ کې د کرونا د پېښو زياتېدو او د مړينو سېوا کېدو سبب ګرځي. نړيوالې ادارې ویلي چې په نړۍ کې تراوسه پورې د کرونا څخه د 13 کروړو نه زيات کسان اغېزمن شوي …

بشپړ

ایران وایي په نطنز جوهري مرکز کې وراني، یو ترهګریز عمل و

واشنګټن —  د ایران د جوهري چارو مشر د اتوار/یکشنبې په ورځ د هغه هېواد په نطنز نومي جوهري مرکز کې د بجلۍ د بندېدو عمل «د جوهري ترهګرۍ» یو عمل ګرځولی دی. د ایران د اېټمي ادارې مشر علي اکبر صالحي د ملک سرکاري ټلي وېژن سره خبرو کې …

بشپړ

امریکا او ایران په ویانا کې خبرې کوي خو د ایران د بندیزونو لرې کولو غوښتنه خبرې ځنډولای شي

واشنګټن ـــ امریکا او ایران راتلونکې اوونۍ په ویانا کې د دویم پړاو پر نامخامخ خبرو سلا شوي دي چې بیرته د 2015م کال پر ایټمي تړون اتفاق ته ورسېږي خو ایران ټینګار کړی چې لومړی دې ورباندې د امریکې لګېدلي ټول بندیزونه لرې کړل شي او امریکا بیا وایي …

بشپړ

په نړۍ کې د کورونا وروستی حال

واشنګټن – جان هاپکنز پوهنتون د خالي یا شنبې په ورځ ویلي، په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱۳۴ میلیونو څخه زیات شوی. په امریکا کې تر بل هر هېواد د کورونا زیاتې پېښې دي چې ۳۱ میلیونو ته رسېږي او بیا ورپس برازیل په ۱۳.۳ …

بشپړ

غریب هېوادونه تر راتلونکو 20 کلونو له چېلنجونو نه شي راوتلای

واشنګټن ـــ د امریکې د استخباراتي ادارې څېړونکي وایي د نړۍ هغه هېوادونه چې مخکې لا د کرونا وایرس د مخنیوي او د خپلو زړو نظامونو او ادارو له چېلنجونو سره مخ دي امکان نه لري چې تر راتلونکو شلو کلونو پورې ترې خلاسون ومومي. د استخباراتي ادارې د څېړونکو …

بشپړ