طالبانو قطر کې د افغان حکومت پلاوي سره نه دي لیدلي


قطر کې د طالبانو
د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، طالبانو قطر کې د افغان حکومت لخوا وراستول شوي
پلاوي سره کتنه نده کړې.

هغه پر خپل
ټوېټر پاڼه لیکلي:

“قطر ته د کابل
ادارې له راغلي هیت سره زمونږ هیت ندی لیدلي. د اسلامي امارت دریځ د بندیانو د
چارو مسؤلین فقد د کابل ادارې د بندیانو د چارو مسؤلینو سره د بندیانو د خلاصون په
رابطه ویني ترڅو تر مذاکراتو وړاندې ۶۰۰۰ بندیان آزاد شي.”

طالبانو تر
بین الافغاني خبرو وړاندې د خپلو ۵۰۰۰ زره بندیانو د خوشې کېدو شرط ایښی، خو ولسمشر
غني نن ننګرهار کې پر طالبانو غږ وکړ چې د مذاکراتو د پیل لپاره دې شرط نه ږدي.

ولسمشر غني پر
طالبانو غږ وکړ چې د جرګۍ لار غوره کړي، او د مذاکراتو له پیل وړاندې دې شرط نه
ږدي، کنه نو دوي هم شرطونه لري.

د روانې اونۍ
په پیل کې طالبانو او امریکا قطر کې د سولې خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه، او ټاکل شوې
د مارچ میاشت په لسمه نېټه بین الافغاني خبرې هم پیل شي خو طالبان د خبرو له پیل
مخکې د خپلو پنځو زرو بندیانو د خوشې کېدو غوښتونکي دي، چې افغان حکومت ورسره مخالف
ښودلی دی.

د سولې تر هوکړې
وروسته قطر کې طالب چارواکو وویل چې ډېر ژر به یې پنځه زره بندیان د افغان حکومت لخوا
خوشې کړل شي او دوي به هم له خپل اړخه ۱۰۰۰ اسیران خوشې کړي.

ولسمشر غني د
طالبانو د پنځه زره بندیانو د خوشې کېدو په اړه وویل چې دا د امریکا صلاحیت ندی چې
پنځه زره طالبان له بند څخه آزاد کړي، هغه وویل چې د پنځه زره طالبانو د خوشې کېدو
په اړه هېڅ ژمنه نشته.

ښاغلي غني
همدا نن یو ځل بیا ننګرهار کې د خبرو پر مهال وویل که طالبان د بین الافغاني خبرو
له پیل مخکې د خپلو پنځه زره بندیانو د خوشې کېدو شرط ږدي نو افغان حکومت هم شرطونه
لري چې یو هغه یې دا دی چې طالبان له پاکستان څخه ووځي.



Source link

Leave a Reply