ننګرهار د اقتصاد پر قطب بدلېږي


جمهور رئیس
غني ننګرهار کې خلکو ته په وینا کې وویل چې ننګرهار د پرمختګ پر یو قطب بدلېدونکی
دی، او دغه راز یې د یو شمېر کارونو ژمنې وکړې.

ولسمشر غني
وویل چې ډېر ژر به د ننګرهار ولایت د اوبو او برېښنا ستونزه حل کړي، تر څو خصوصي
سکټور لاډېر فعالیت ولري او د افغانستان ټولو ولایتونو ته خدمات وړاندې کړي.

نوموړي
ننګرهاریانو ته په خطاب کې وویل چې دی یې یو ځل بیا د افغانسان ولسمشر کړ چې دا
پور به یې د پنځو کلونو په اوږدو کې ادا کړي.

غني هر کال
ننګرهار ولایت کې د څلور سترو پروژو د پلې کېدو ژمنه وکړه، او وې ویل چې د ننګرهار
د کانال رغولو لپاره یې په نړیواله کچه خبرې پیل کړي دي.

ولسمشر غني
وویل چې د ګرد افغانستان د اوبو د کابو کولو په موخه د استنادي دیوالونو او وړو
بندونو د جوړولو لپاره یي درې سوه میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

هغه وویل چې د
ننګرهار ولایت د معارف برخه کې هم پوره کار ته ضروت دی، او دغه ولایت کې یې د اووه
زره ښوونځیو د جوړېدو ژمنه وکړه.

ولسمشر غني
وویل چې ننګرهار ولایت کې به اووه زره نور ښوونځي هم جوړېږي چې درنیم زره یې د
انجونو او پاتې نور یې د هلکانو لپاره ځانګړي شوي دي.

جمهور رئیس
غني همداراز پر طالبانو نیوکه وکړه چې له پاکستان سره دې خپلې اړیکې وشلوي، او له
افغان حکومت سره دې د جرګې لار غوره کړي.

هغه طالبان د دې
خاورې برخه وګڼل خو وې ویل چې نه باید نورو افغانانو ته سپکاوی وکړي، او د جرګې له
لارې دې د تاوتریخوالي ټغر ټول کړي.

هغه د بین
الافغاني کېدونکې ناستې په اړه وویل چې د افغان حکومت له اړخه د ټاکل شوي پلاوي صلاحیتونه
به محدود وي او د سولې خبرو کې وروستۍ پرېکړه به افغان ولس کوي.

ښاغلي غني د
افغانستان کمانډو او ځانکړي قطعه په سیمه کې بې سارې وبلل، او د امنیت په ټینګښت
کې یې د هغو کړنې وستایلې.



Source link

Leave a Reply