د افغانستان او پاکستان مخامخ خبرې؛ پاکستان د نړیوالو هېوادونو په شتون کې خبرو ته حاضر ندی – Hindukosh


هندوکش ــ کابل: افغان چارواکي وايي د پاکستان او افغانستان د اړيکو پر مهال د نړيوالو ضرورت ځکه شته دی چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې سم کار کولو ته ژمن پاتې شي.
د افغانستان ملي امنيت شورا وياند، جاويد فېصل وويل چې پاکستان سره یې د ترهګرۍ پر ضد د ګډو همکاريوو څو چوکاټونه جوړ کړل خو نتيجه یې ور نه کړه: ((په دوه اړخيزو، درې اړخيزو او څلور اړخيزو پلېټفورمونو کې مو د پاکستان سره کار وکړ خو پاکستان په خپلو ژمنو وفا ونه کړه. له همدې امله ضرور ده چې په داسې ميکانيزمونو کار پکار دی چې هغه زموږ د اړيکو په ښه والي کې نتيجه ورکړي او د اعتماد فضا جوړه شي. اعتماد به هله جوړېږي چې پاکستان د طالبانو سره خپلې اړيکې واضحه کړي او په خپله پاليسي کې داسې تغير راولي چې دواړه هېوادونه په سوله کې ژوند وکړای شي.))
د امريکې او افغانستان ترمنځ د فرورۍ په نهه ويشتمه شوې هوکړې وروسته په ګډه اعلاميه کې راغلې چې امريکا به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړيکو د سمو ساتلو لپاره منځګړتوب کوي. خو پاکستاني چارواکي ويلي د دې ضرورت نشته.
د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي د مارچ په لومړۍ نېټه رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې افغانستان دې د پاکستان سره د امريکې له منځګړتوبه بغېر اړيکې وساتي.
هغه زياته کړه: ((دوی بايد په دې پوه شي چې امريکا له افغانستانه د وتلو پلان لري. خو موږ به د ګاونډيانو په توګه همېشه دلته يو. نو ځکه بايد مخامخ خبرو ته لومړيتوب ورکړل شي. که زه د افغانستان سره کومه مسله لرم نو زه به له واشنګټنه د کوم کردار لوبولو غوښتنه نه بلکې کابل سره به مستقيمې خبرې کوم. سمه ده چې د باور کمی دی خو موږ د دې کمي پوره کولو لپاره کار کړی دی. د بهرنيوو چارو د وزير په توګه زما لومړی سفر کابل ته وو. غوښتل مې افغانانو ته ووايم چې کابل د پاکستان لپاره څومره اهميت لري.))
افغانان د نورو پېښو تر څنګ، په پاکستان کې د القاعده ترهګرې ډلې د مشر، اسامه بن لادن او طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدلو ته په اشاره وايي چې اسلام اباد د هغې جګړې ملګرتيا کوي چې په زرګونو افغانان یې وژلي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply