طالبانو ددې لپاره چې زر تنه بنديان پوره کړي په ميدان وردګو کې ۵۵ ملکي وګړي برمته کړي – Hindukosh


هندوکش – وردک: په میدان وردګو کې ځايي مسولین وايی چې طالبانو ددې ولايت ۵۵ ملکي وګړي برمته کړي دي.
دوی وايي چې له طالبانو سره زر تنه نشته دي چې له حکومت سره يي د خپلو وسله والو په بدل کې تبادله کړي د همدې لپاره يي د ملکي وګړو په برمته کولو پیل کړی دی.
ځايي خلک وايي چې ټول خلک د چک ولسوالۍ اوسیدونکي دي چې اکثریت پکې ځوانان دي.
دوی وايي چې طالبانو د دوی پر کلیو برید کړی دی او بیا يي ۵۵ تنه په دې پلمه چې له دولت سره يي همکاري لرله نيولي او له ځانه سره بیولي دي.
د میدان وردګو ځايي اداره هم مني چې طالبانو تر پنځوس ډير ملکي وګړي برمته کړي چې دوی يي د خلاصون لپاره د سیمې له ولسي مشرانو د مرستې په لړ کې هڅې پيل کړي دي.
یاد ملکي وګړي په داسې حال کې برمته شوي دي چې طالبانو دغوه کړې وه چې زر تنه سرتيري ورسره بنديان دي خو دا چې له دوی سره يوازې د ګوتو په شمېر سرتیري بنديان دي او اکثریت زندانونه يي سږکال کماندويانو مات کړي دي د سړي تښتونو په لړ کې هڅه کوي چې د زرو تنو په پلمه د افرادو شمېر ډير کړي.
تر دې مخکې طالبانو د عمومي عفوې په پلمه له خپلو قومندانانو غوښتنه کړې وه چې نور ملکي وګړي قرباني نکړي خو اوس اوس يي نه یوازې د ملکي وګړو د وژنې لړۍ جاري ساتلې بلکه لسګونو ملکي وګړي يي برمته کړي دي.
عبید رادپور
سرچینه : پلازمینه

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply