طالبان زر بندیان پوره کوي، میدان وردګو کې یې ۵۵ ملکي وګړي برمته کړي – Hindukosh


هندوکش ــ میدان وردګ: د میدان وردګ چارواکي وایي چې وسله‌والو طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې په دې ولایت کې ۵۵ ملکي وګړي برمته کړي او نامعلوم ځای ته‌یې بیولي دي.
د میدان وردګ د والي ویاند محب‌الله شریف‌زي وویل دغه کسان چې ډېری یې ځوانان دي، د چک ولسوالۍ له مربوطاتو برمته شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: “د سیمي تقریباً ۵۵ ملکي بې‌ګناه کسان‌یې بیولي دي. د دوی ادعا دا ده چې دا کسان‌یې له حکومت سره د همکارۍ په تور نیولي دي. زموږ د معلوماتو له مخې دا کسان وسله‌والو طالبانو برمته کړي او د چک ولسوال هم ویلي چې ځیني معلومات ورته رسېدلي چې دوی ځکه دا کسان نیولي چې غواړي په راتلونکي کې یې له خپلو بندیانو سره تبادله کړي.”
د ښاغلي شریف‌زي په خبره د دغو کسانو د خوندي خوشې کېدو لپاره‌یې امنیتي ځواکونه مؤظف کړي او هم‌یې د قومي مشرانو د منځګړیتوب غوښتنه کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply