غني ننګرهار کې امنیتي چارواکو او د ښځو استازو سره وکتل


جمهور رئیس
غني نن ( سه شنبه کب ۱۳ ) د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته تللی
او هلته یې یو شمېر چارواکو سره لیدنه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ
وايي، چې ولسمشر غني د ننګرهار ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته
سفر کړی، او د امنیتي چارواکو سربېره، د ښځو له استازو، سره یې هم کتنه کړې ده.

ارګ وايي، چې
د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکو ولسمشر غني ته د دغه ولایت  د عمومي امنیتي وضعیت په تړاو راپور ورکړ.
په ورته وخت کې جمهور رئیس غني د ننګرهار ولایت د ښځو له استازو سره هم لیدلي، چې
دغه لړ کې د ننګرهار ولایت د ښځو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه ولسمشر غني ته
اورولي دي.

د ټاکنو د وروستیو
پایلو له اعلان وروسته دا د ولسمشر غني لومړی ولایتي سفر شمېرل کېږي، ښاغلي غني
ټاکنو کې تر هر بل ولایت ډېرې رایې له ننګرهار ولایت څخه تر لاسه کړي.

که څه هم ولسمشر
غني تر دې مهال د دویم ځل لپاره د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه د ژمنې سوګند
ندی یاد کړی، خو ټاکل شوې چې د روانې کب میاشتې په ۱۹مه نېټه د لوړې مراسم ترسره
کړي.



Source link

Leave a Reply