په خوست کې چاودنې درې ملکي خلک وژلي او ۱۱ نور ټپیان دي


د امریکا او طالبانو ترمنځ د
سولې تړون تر لاسلیکولو وروسته تازه طالبانو یو ځل بیا خپلو ټولو جنیګالیو ته امر
کړی چې د افغان ځواکونو پر وړاندې عملیات له سره پيل کړي

کابل – د امریکا او طالبانو
ترمنځ تر د سولې تړون تر لاسلیکېدو وروسته ولسمشر غني وویل چې د تاوتریخوالي کمښت
به د سراسري اوربند تر ټینګښت پورې دوام ومومي، خو په تازه پېښه کې په خوست کې ۱۴
ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست ولایت چارواکي وایي چې د
نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې د فوټبال په میدان کې یوې چاودنې لږ تر لږه درې کسان
وژلي او شاوخوا لس نور یې ژوبل کړي دي.

ځايي سرچینې وايي چې ماین په یو موټر سایکل کې
اېښودل شوی و او وژل شوي ټول ولسي خلک دي چې د لوبې لیدو ته راټول وو.

د خوست د عامې روغتیا مشر حبیب
شاه انصاري وایي چې روغتون ته ۱۱ ټپیان انتقال شوي دي. د زخمیانو عمرونه د ۱۵ او
۳۰ ترمنځ ښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې
طالبانو یو ځل بیا خپلو ټولو جنیګالیو ته امر کړی چې د افغان ځواکونو پر وړاندې
جګړه پيل کړي.طالبان وایي د افغان ځواکونو پر خلاف عملیات یې له سره پیل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله
مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د تاوتریخوالي د کموالي بهیر پای ته
رسیدلی او د افغان ځواکونو خلاف د طالبانو بریدونه پیل شوي دي.طالبان وایي، چې د توافق په اساس پر بهرنیو ځواکونو
بریدونه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې
افغان حکومت د طالب بندیانو له ازادولو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي، چې د
اورکم موده به تر دایمي اوربند پورې دوام پیدا کوي.





Source link

Leave a Reply