خوست کې د ترهګرو طالبانو چاودنې درې ملکي کسان وژلي – Hindukosh


هندوکش ــ خوست: پرون مازیګر مهال د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د فوټبال میدان په چاودنې درې کسان وژل شوي، اته ژوبل دي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل وویل، چاودنه په یوه موټر سایکل کې له ایښوول شویو باردو شوې.
د ده په وینا، د پېښه هغه مهال شوې چې د شمبوات په سیمه کې خلک د فوټبال سیالۍ ته ورغونډ شوي ول.
منګل زیاتوي، تر پېښې سمدستي وروسته امنیتي سرتېري او مرستندویه کارکوونکي سیمې ته ورسېدل.
د خوست د عامې روغتیا مشر ډاکتر حبیب شاه انصاري وايي، په ټپیانو کې د یو روغتیايي حالت خراب دی.
د ده په خبره، درې ټپیان یې تر درملنې وروسته کور ته لېږدولي او نور په روغتون کې بستر دي خو روغتیايي وضع یې ښه ده.
دغه پېښې په ټولنیزو رسنیو کې د عامو افغانانو پراخ غبرګونونه را پارولي دي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply