کابل کې د نشه یي توکو ۷ کاروباریان نیول شوي


کورنیو چارو
وزارت وايي، چې د کابل ښار یو شمېر سیمو څخه یې د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په
تور اووه کسان نیولي دي.

کورنیو چارو وزات
څخه په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي چې له نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د
کابل ښار د اتمې او شپاړسمې ناحیو اړوند سیمو کې د درې بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ
کې اووه کسان د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي.

نیول شویو
کسانو څخه دوه کیلو ګرامه ښیښه، ۷۰۰ قرصه تابلېت کا او یوولس کیلو ګرانه چرس د
پولیسو لاس ته ورغلي دي.

په ورته وخت تخار
ولایت کې هم د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تور اووه کسان نیول شوي دي.

کورنیو چارو
وزارت ویلي چې له دوي څخه هم یو شمېر تابلېت کا او هیرویین د پولیسو لاس ته ورغلي
دي.

څه موده مخکې
د کابل د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر میان احمد احمدي په
خپله د نشه یي توکو د قاچاق په تور ونیول شو، چې لومړۍ محکمې په شپاړس کلونو بند
محکوم کړ.



Source link

Leave a Reply