ټاکل شوې خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره له یوې طرحې سره کابل ته راشي


ټاکل شوې نن،
افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد کابل
ته راشي، او ولسمشر غني او عبدالله سره د ټاکنو د کړکېج د له منځه وړلو لپاره
وګوري تر څو ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پرته له کومې ستونزې پیل شي.

د همدې اونۍ په
پیل کې امریکا او طالبانو قطر کې د سولې خپلمنځي هوکړه لاسلیک کړه، او ټاکل شوې
ډېر ژر به بین الافغاني ډيالوګ هم پیل شي.

ولسمشر غني
دوه ورځ وړاندې وویل چې د روانې اونۍ تر پایه به د بین الافغاني خبرو لپاره ټول
شموله پلاوی وټاکي خو زیاته یې کړه چې صلاحیتونه به یې محدود وي او اصلي پرېکړه به
کابل کې نیول کېږي.

د بین الافغاني
ډيالوګ په درشل کې دلته یو ځل بیا د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان څخه راټوکېدلی
کړکېج یو ځل بیا زور اخیستی او د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ټيم
وايي چې ډېر ژر به یو ځل بیا له خپل اړخ څخه د والیانو ګمارنې پیل کړي.

تېره ورځ د
ثبات او همپالنې ټیم غړي فضل احمد معنوي وویل چې ارګ د ولسمشر غني د لوړې مراسمو لپاره
پر چمتوالي بوخت دی، او دوي هم د عبدالله د لوړې مراسمو لپاره هڅې پیل کړي او ډېر ژر
به یو شمېر ولایتونو لپاره له خپل اړخ څخه والیان وټاکي.

د همدې کشالې
په درشل کې تېره ورځ پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالرب رسول سیاف له عبدالله
عبدالله سره کتلي تر څو د دې او اشرف غني ترمنځ د ټاکنو د پایلو غوټه خلاصه کړي.

ښاغلي کرزي او
سیاف عبدالله ته ویلي چې یو مذاکراتي پلاوی وټاکي تر څو د ټاکنو پر سره راپورته شوي
کړکېج ته د حل لار پیدا کړي.

اوس ټاکل شوې خلیلزاد
کابل ته له یوې نوې ټګلارې سره راشي تر څو د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ د
ټاکنو مسله حل کړي.



Source link

Leave a Reply