په خوست کې موټرسایکل بم چاودنې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله


د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، چې دا چاودنه پرون څلور بجې او ۲۰ دقیقې د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند په خواجه رحیم کلي د فوټبال په یو میدان کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، په پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۱۱ نور تپيان دي.
بلخوا، د خوست د ملکي روغتون یو تن ډاکټر میرویس هاشمي هم له کلید سره په خبروکې وویل، چې دوی ته د پېښې له ځایه ۳ جسدونه او ۱۱ ټپیان ور وړل شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
دا د وسله والو طالبانو او امریکا تر هوکړې وروسته په هېواد کې لومړنۍ چاودنه ده، چې ګڼو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.



Source link

Leave a Reply