له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک کې دوه محرم اجرايي اسناد شته دي – ‌ويسا ورځپاڼه|روزنامهء ویسا


ډیر کسان هڅه کوي چې د خلکو د پام
اړولو او په رسنیو کې د شور جوړولو لپاره ځینې اقدامات وکړي، خو
امریکا لاسلیک شوي تړون ته ژمنه ده، د
امریکا اقدامات مهم دي

په ښکاره هوکړه لیک کې ټول ګنګ
او کلي مسایل راوړل شي دي، مهم مسایل او جزییات به په پټو سندونو کې وي، دا پټې
هوکړې ټولو افغانانو ته د اندېښنې وړ دي

کېدای شي په دغو پټو اسنادو کې
طالبانو له امریکا سره په افغانستان کې د ځينو امریکایي سرتېرو یا پوځي اډو په
پاتې کېدو توافق کړی وي او یا یې هم سي ای اې ته په خپلو ساحو کې د عملیاتو اجازه
ورکړې وي

ښايي په پټو اسنادو کې حتا د
طالبانو د تحریک ۱۸کلنه داعیه تر سوال لاندې راغلې وي، دا کار د طالب جنګیالیو
حساسیت راپاروي، نو ځکه پټ ساتل شوي دي (نصرت الله حقپال)

کابلد امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک
پمپیو وایي، له طالبانو سره د سولې په شوي تړون کې دوه محرم اجرايي اسناد موجود دي.

مایک پمپیو له سي بي اس ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، د طالبانو او امریکا ترمنځ د
سولې په هوکړه لیک کې دوه نور اجرايي محرم اسناد هم شته.

هغه زیاته کړه: “دوه اجرايي
عنصرونه شته، دا دواړه محرم دي، دا اجرايي نظامي اسناد دي چې زموږ د پوځیانو د مصوونیت لپاره مهم دي، د کانګرس هر
غړي ته به دا دوه محرم اسناد وښودل شي.”

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک
پمپيو له افغان طالبانو سره د امریکا د خپلمنځي هوکړې په تړاو ویلي، دا هوکړه پر
عملي ګامونو ولاړه ده او دې لړ کې پر هېڅ شي باور نه شي کېدلی.

مایک پمپیو د ولسمشر غني د هغو
څرګندونو په ځواب کې چې د طالب زندانیانو د خلاصون لپاره له امریکا سره کومه هوکړه
نه لري هم غبرګون وښود. نوموړی وایي، ډیر کسان هڅه کوي چې
د خلکو د پام اړولو او په رسنیو کې د شور جو ړولو لپاره ځینې اقدامات وکړي، خو په
وینایې متحده ایالات هغه تړون ته ژمن دي چې له طالبانو سره یې لاسلیک کړی.

مایک پمپیو وایي، متحده ایالات له
طالبانو سره تر اوږدو او سختو خبرو وروسته دغې مرحلې ته رسېدلي او نه غواړي چې
بیرته په شا شي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو
شنونکي د امریکا او طالبانو ترمنځ د پټو هوکړو په تړاو اندېښمن دي.د چارو شنونکی
نصرت الله حقپال وايي چې دغه پټ اسناد ټولو ته د اندېښنې وړ دي او رسنیزه شوې
هوکړه لیک به تر سوال لاندې راولي.

نصرت الله حقپال وايي چې په
رسنیزه شوې هوکړه کې ټول ګنګ او کلي مسایل راوړل شي دي، نو ځکه د دې معاملې پټه
برخه حتمي ده او اصلي جزییات او مهم مسایل به پټو اسناد کې وي. ښاغلي حقپال ویسا
ته وویل، دغه اجرايي سندونه ځکه پټ ساتل شوي چې کېدای شي عامول یې د طالب جنګیالیو
حساسیت راوپاوري، ځکه د نوموړي په خبره کېدای شي په دغو پټو توافقاتو کې طالبانو
له امریکا سره په افغانستان کې د ځينو امریکایي سرتېرو یا پوځي اډو په پاتې کېدو
توافق کړی وي او یا یې هم سي ای اې ته په خپلو ساحو کې د عملیاتو اجازه ورکړې وي.
حقپال وویل:« کېدای شي په پټو اسنادو کې حتی د طالبانو د تحریک ۱۸کلنه داعیه تر
سوال لاندې راغلې وي، د پټو اسنادو په افشا کېدو سره به هغوی د شرم احساس وکړي چې
څه ډول توافقات یې کړي دي.»

نوموړی وايي، چې طالب جنګیالي
له دې شیانو سره موافق نه دي او که رسنیز او عام شي کېدای شي د هغوی جدي حساسیت را
وپارېږي او د هغوی لخوا شوي توافقات نقض کړای شي.





Source link

Leave a Reply