طالبان: پرافغان ځواکونو بریدونه پیلوو، خو پر بهرنیانو نه کوو


کابل (پژواک، ۱۲ کب ۹۸) : وسله وال طالبان وایي چې د تاوتریخوالي کمولو یا اور کم موده پاتې رسیدلې ، پر افغان ځواکونو بریدونه پیلوي، خو پر بهرنیو ځواکونو نور بریدونه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دامریکا او طالبانو ترمنځ تړون د تاوریخوالي کمولو پورې مشروطه وه او دغه تړون د کب په ۱۰مه، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو.

پرون ولسمشر اشرف غني په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې د اورکم موده به ادامه کوي، تر دې مخکې امریکایي او ناټو پوځي چارواکو هم دتاوریخوالي کمولو د دوام خبره کړې وه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د کب په ۱۲مه، بي بي سي ته ویلي چې د تاوتریخوالی کمولو موده پای ته رسیدلې او دوی به پر افغان خواکونو خپل بریدونه بیرته پیلوی.

خو هغه زیاته کړې، چې دا چې له امریکا سره یې تړون لاسلیک کړی، نو ځکه پر امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو به بریدونه نه کوي.

د مجاهد په وینا، له امریکا سره په شوي تړون کې پر افغان ځواکونو د بریدونو نه کولو موضوع نه ده مط‌رح شوې.

بلخوا په افغانستان کې د ناټو او ا مریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي چې د تاوتریخوالي کمولو کچه باید تر وروستي بریده ټیټه وساتل شي.

ددغو خواکونو ویاند سوني لګیټ په ټویټر کې د هغه له خولې لیکلي : (( د تاوتریخوالي کمول د باور رامنځته کولو لپاره مهم وو، موږ د خپلو ژمنو په اړه جدي و، او له طالبانو هم غواړو چې د خپلو ژمنو په اړه جدي واوسي.))

بلخوا په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو د نظامي کمیسیون لخوا یو مکتوب خپور شوی چې پکې له خپلو وسلوالو غوښتي چې پر افغان خواکونو بریدونه پیل ، خو پر بهرنیو ځواکونو ډډه وکړي.

بلخوا د زابل والي رحمت الله یارمل په ټویټر کې لیکلي چې طالبانو نن ناوخته د لویې لارې پر دوو پوستونه بریدونه پیل کړي دي.



Source link

Leave a Reply