د سولې تر هوکړې وروسته د ټاکنو د پایلو کشاله بیا پیل شوه


د ثبات او
همپالنې ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله وايي چې نن یې له جهادي مشر عبدالرب رسول
سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او د ټاکنو له پایلو پر راټوکېدلي
کړکېج یې خبرې کړي.

بل لور ته د
ثبات او همپالنې ټيم غړی فضل احمد معنوي وايي، چې د دوي او دولت جوړونکي ټيم ترمنځ
ټاکل شوی مصلحت پای ته رسېدلی دی.

هغه پر خپل ټوېټر
لیکلي چې ارګ د ولسمشر غني د لوړې مراسمو لپاره چمتوالی بیا پیل کړی، او دې خوا ته
دوي هم د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو ته چمتوالی پیل کړی او نږدې ورځو کې به له
خپل اړخ څخه یو شمېر نورو ولایتونو لپاره هم نوي والیان معرفي کړي.

ټاکنو خپلواک
کمېسیون اشرف غني د دویم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان کړی، خو د
ټاکنو کمېسیون پایلې عبدالله عبدالله ته د منلو وړ ندي او ځان د ټاکنو ګټونکی
بولي.

عبدالله عبدالله
د ټاکنو د ورستیو پایلو وروسته خپل ځان د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، او د ټول شموله
حکومت رامنځته کېدو هڅې یې پیل کړي چې تر دې مخکې یې دوو ولایتونو لپاره له خپل اړخ
څخه والیان معرفي کړي دي.

ټاکل شوې د
روانې میاشتې په ۱۹ مه نېټه ولسمشر غني د دویم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په
توګه د ژمنتیا سوګند یاد کړي، چې دې سره سم عبدالله عبدالله هم د خپل د لوړې مراسمو
لپاره په چمتوالي بوخت دی.



Source link

Leave a Reply