افغان ځواکونو په غور ولایت کې اړمنو کورنیو باندې خوراکي توکي ویشلي دي – Hindukosh


هندوکش ــ غور: د ملي اردو د۲۰۱ سیلاب قول اردو ځواکونوپه غور ولایت کې له ۲۹۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړې ده.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي زیاتوي، چې په یاده مرسته کې غوړي، بوره،چای، وریجې او یو شمیر نور اړین توکي شامل وو، چې په ښه شکل سره په اړمنو او مستحقو کورنیو باندې وویشل شول.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکو له یادو مرستوڅخه د مننې ترڅنګ دنورو مرستو غوښتنه هم کړې ده.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply