د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه کې دوه محرم اسناد شته


د امریکا د
بهرنیو چارو وزیر ماک پمپیو ویلي چې د دوي او طالبانو ترمنځ د سولې تړون کې دوه
محرم کېدونکي اسناد شته چې د امریکا د کانګرس غړیو ته به وښودل شي.

هغه تېره ورځ
( یکشنبه مارچ ۱ ) د یوې مرکې پر مهال ویلي چې د خپلو پوځیانو د خونديتوب لپاره د
امریکا او طالبانو خپلمنځي هوکړه کې دوه محرم اسناد شته چې په محرم ډول به د
امریکا د کانګړس غړیو ته ښکاره شي.

کله چې د
امریکا او طالبانو ترمنځ قطر کې د سولې خبرې روانې وې، امریکايي چارواکو ویل چې د افغان
سولې بهیر کې یې له خپل خلکو او کانګړس غړیو څخه څه نه دي پټ کړي او له طالبانو
سره د خبرو پایلې ورسره شریکوي.

 ‎دوه ورځې مخکې
امریکا او طالبانو د سولې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به امریکايي ځواکونه د څورلس
میاشتو په اوږدو کې افغانستان پرېږدي.

د همدې هوکړې
پر اساس طالبان هم باید امریکا ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاور یې پر ضد نه
کارول کېږي.

بین الافغاني خبرې او اوربند بیا د طالبانو او
امریکا ترمنځ د سولې د تړون له نورو مهمو ټکو څخه شمېرل کېږي چې همدې نږدې ورځو کې
به بین الافغاني خبرې هم پیل شي



Source link

Leave a Reply