امارت نه بلکې جمهوریت غواړو – Hindukosh


هندوکش ــ کابل: په کابل کې ګڼ شمیر لیکوالانو، سیاسي شنونکو، د نظر خاوندانو او ځوانانو په یوه جوړه شوې غونډه کې په نړیوالې ټولنې غږوکړ، چې امارت نه بلکې جمهوریت غواړو.
په جوړه شوې غوڼده کې ګډونوالو په ګډه سره داغږ بدرګه کاوه، چې سوله غواړو؛ خو داسې سوله نه، چې د عباس ستانکزي او نورو استخباراتي ادارو په خوښه جمهوریت په خطر کې شي او د ۱۸ کلنو لاسته راوړنې او قربانۍ په کې له منځه لاړې شي.
دیادونې وړ ده، چې څو میاشتې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي عباس ستانکزي ویلي وو، چې په هېواد کې دسولې په راتګ سره به افغان ځواکونه منحل شي.
هغه وخت د عامو افغانانو ترڅنګ د کورنیوچارو، ملي امنیت او ملي دفاع وزارت وزیرانو د عباس ستانکزي په څرګندونو سخت غبرګون ښودلی وو.
دا په داسې حال کې چې پرون ولسمشر غني د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، راتلونکي نظام کې د طالبانو د سیاسي دریځ په اړه وویل: “مخکې یې ځای نه شي مشخصېدی، باید پر یوه سیاسي جریان بدل شو، ټول ابعاد یې ولیدل شي، هرڅه د مذاکرې پر مېز مطرح او بحثونه پرې وشي او یوې پرېکړې ته ورسېږو.”
عبید رادپور

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply