افغانستان کې دې داسې حکومت رامنځته شي چې د ترهګرۍ جرړې وباسي – Hindukosh


هندوکش ــ ایران: د ایران د باند نیو چارو وزارت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په اړه ویلي، د هر هغه بدلون چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو او ثبات سره مرسته وکړي هرکلی کوي.
د ایران د باندنیو چارو وزارت یکشنبه «کب۱۱مه» په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، تهران د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د ترسره کیدونکو هڅو ملاتړ کوي او په دې باور دی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور غیرقانوني دی او په دغه هیواد کې د ناامنۍ او جګړو اصلي دلیل دی.
ایران هیله ښودلې چې په افغانستان کې به یو داسې دولت رامنځته شي چې د خپلو ګاونډیانو سره ښې او د ورورګلوۍ اړیکې وپالي او د تروریزم جرړې وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په افغانستان کې د امریکا د شااوخوا ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف د سولې تړون په دوحه کې لاسلیک کړ.
د یاد تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ایران استازو هم ګډون کړی و چې دغه هیواد د طالبانو مهم مالي او تسلیحاتي ملاتړی بلل کیږي.
توریالی سحر

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply