غني او ټرمپ د سولې بهیر پر راتلونکو ګامونو تیلیفوني خبرې وکړې – Hindukosh


هندوکش ــ کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورته تیلیفون کړی او دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خپلمنځي هوکړې مبارکې یې ورکړې. دواړه مشران د افغان سولې بهیر پر راتلونکو ګامونو هم سره غږېدلي دي.
ولسمشر غني لیکلي، ښاغلي ټرمپ ډاډ وښوده چې د افغان حکومت مشران او دولت دا وړتیا لري چې د سولې د بهیر د راتلونکو ګامونو مشري وکړي.
په دوحه کې له طالبانو سره تر خپلمنځي هوکړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل افغان سیال سره پر دې موضوع غږېږي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply