افغان حکومت او طالبان دې د بندیانو خوشي کول بې له ځنډه پیل کړي – ‌ويسا ورځپاڼه|روزنامهء ویسا


بین الافغاني خبرې دې هم ژر تر ژره پيل شي، په افغانستان
کې د سولې د ټینګښت هیلې پیدا شوې دي، دا نور په افغانانو پورې اړه لري چې څنګه له
دې فرصته ګټه اخلي

کابل – د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر
شاه محمود قریشي ټینګار کړی چې د باور ټینګولو له پاره دې افغان حکومت او طالبان
دواړه، د بندیانو خوشي کول
بې ځنډه پیل کړي. شاه محمود قریشي
پرون یکشنبه اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته وویل
چې بین الافغاني خبرې دې هم ژر تر ژره پیل شي.

شاه
محمود قریشي له دوحې نه تر ستنېدو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: په
افغانستان کې د تلپاتې سولې څرک لګیدلی خو اوس، د هغه په ټکو، غوراوی د افغانانو
خپل دی چې دا فرصت څنګه کاروي.

قریشي
یوازې یوه ورځ وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې افغان طالبانو او امریکا په دوحه
کې د سولې په اړه پر خپلمنځي هوکړې وړمه ورځ شنبه لاسلیکونه وکړل.

 د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود
ټینګار
کړی و چې د طالبانو او امریکایانو خپلمنځي هوکړې، او د افغان سولې بهیر کې د
پاکستان رول مثبت و.

دا
په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون کابل کې خبریالانو ته وویل،
د امریکا او طالبانو تړون کې د ۵۰۰۰
طالب بندیانو خوشي
کېدو لپاره هېڅ ژمنه نه شته او د بین الافغاني خبرو لپاره به د مخ‌شرط په توګه نه مطرح کېږي.





Source link

Leave a Reply