د طالب بندیانو د خوشي کولو صلاحیت د امریکا نه دی – ‌ويسا ورځپاڼه|روزنامهء ویسا


زه
له امریکا
یانو
سره د بندیانو د خلاصون په اړه هوکړه نه لرم
، دا مسئله یوازې او
یوازې د هراړخیزو مذاکراتو په چوکاټ کې د بحث وړ ده
، د تاوتریخوالي کموالی به دوام پیدا کړي

د بین الافغانی خبرو د پیل لپاره به راتلونکې اونۍ
مذاکراتي پلاوي اعلان شي، دا پلاوی به د افغانستان اسلامي جمهوریت له ارزښتونو او
اساسي قانون څخه دفاع وکړي

دا د امریکا تعهد دی چې د مارچ تر لسمې به ۵زره طالب
بندیان خوشي کېږي، بین الافغاني خبرې د ۵زره طالب بندیانو په خوشي کولو پورې تړلې
دي (شېرمحمد عباس ستانکزی)

د بندیانو ازادول د امریکا موافقه ده، امریکا چې څه
غوښتي هغه یې د فشار له لارې پر افغان حکومت منلي، بندیان به خوشي شي، خو ښه ده چې
یو تخنیکي ټیم جوړ شي (عبدالباقي امین)

کابل – ولسمشر محمد اشرف غني د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه
وايي، د طالب بندیانو
د خوشي کولو
صلاحیت د امریکا نه دی،
بلکې دا د افغان حکومت صلاحیت دی.

ولسمشر غني پرون ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته د
خبرو پر مهال وویل چې د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون
لپاره هیڅ ژمنه نشته او په وینا یې د خوشي کولو صلاحیت یې د امریکا نه دی.محمد
اشرف غني وايي، افغان دولت د خود ارادیت او په دې برخه کې د تصمیم حق لري.

ولسمشر غني وویل:
“دا د امریکا صلاحیت نه دی دا د افغانستان د خلکو د خود ارادیت حق دی، زه له
امریکانو سره د بندیانو د خلاصون په اړه هوکړه نه لرم، دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت
صلاحیت دی، دا مسئله یوازې او یوازې د هراړخیزو مذاکراتو په چوکاټ کې د بحث وړ ده،
جمله ډېره څرګنده ده د امریکا متحده ایالات اسانتیا کوي، اسانتیا د تصمیم معنا نه لري.”

نوموړي همداراز
ټینګار وکړ، چې د افغانانو د حقوقو، د بیان ازادۍ او د ښځو په حقونو به د افغانانو
ترمنځ په خبرو کې معامله ونه شي او په دې اړه باید خلک اندېښمن ونه اوسي. نوموړي
دا هم وویل، چې اورکم به دوام پیدا کړي او هڅې پر دې دي، چې په اوربند بدل شي.

هغه
زیاته کړه: “د تاوتریخوالِ کموالی به دوام پیدا کړي، خو زموږ هدف دا دی، چې
په اوربند بدل شي.”

ولسمشر غني همداراز وايي چې د بین الافغانی خبرو د پیل
لپاره به راتلونکې اونۍ مذاکراتي پلاوی اعلان کړي.غني وايي، افغان مذاکراتي پلاوی به د یوې اونۍ په ترڅ کې
جوړ او خبرو ته چمتو شي.

ولسمشر غني وویل، چې په بین الافغانی خبرو کې به افغان
مذاکراتي پلاوی د افغانستان د اسلامي جمهوريت له ارزښتنو او اساسي قانون څخه
استازيتوب کوي. هغه زیاته کړه: “د افغانستان اسلامي
جمهوریت لخوا به پلاوی ټاکل کېږي، کوم پلاوی چې ځي د اسلامي جمهوري ارزښتونو او
اساسي قانون څخه به استازیتوب کوي.”

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر دفتر غړی
شیرمحمد عباس ستانکزی وايي چې بین الافغاني خبرې د ۵زره طالب بندیانو په خوشي کولو
پورې تړلې دي.

ستانکزي ویلي، امریکا تعهد او ژمنه کړې دا کار به کوي.
هغه وویل:« موږ له امریکا سره دا توافق کړی او ټول موارد د توافقنامې په متن کې
راغلي، دا د امریکايانو تعهد دی چې باید د مارچ تر لسمې نېټې عملي شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم
پرون ولسمشر غني ته تلیفون کړی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ډونالډ ټرمپ ولسمشر غني
ته د سولې په برخه کې د وړمې ورځې د تحولاتو په باب مبارکي ورکړې.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی او د قاصد ستراتېژک
مرکز مشر دوکتور عبدالباقي امین د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د توافقنامې
لاسلیک د سولې د ټینګښت لپاره ښه فرصت بولي خو ټینګار کوي چې بین الافغاني خبرې به
له ګڼو اختلافاتو او ستونزو سره مخ وي. ښاغلي امین ویسا ته وویل، د طالب بندیانو
خوشي کول د امریکا تعهد دی او هغه څه چې امریکا یې وغواړي پر افغان حکومت یې د
فشار له لارې منلی شي. نوموړی وايي، دا کار به وشي خو ښه ده چې د ستونزو د هواري
لپاره یو تخنیکي ټیم جوړ او کار وکړي.





Source link

Leave a Reply