په امریکا کې د کرونا وايرس نه بل تن مړ شوی



په واشنګټن کې د روغتيا چارواکو ويلي د اتوار، يکشنبې په شپه کرونا وايرس وهلی بل تن مړ شوی دی.

د روغتيا چارواکو ويلي د خالي، شنبې په ورځ د ۷۰ کالو عمر تن مړ شوی او د جمعې په ورځ ۵۰ کلن مړ شوی او د دوی دواړو درملنه روانه وه.

چارواکي وايي په واشنګټن کې د کرونا ۱۲ پېښې رپوټ شوي دي.

چارواکو ويلي د کرونا وايرس په خلکو کې د مالومولو طبي معاينې يې سېوا کړي دي، په کيليفورنیا، نيويارک او واشنګټن سره په ځینو نورو سيمو کې د کرونا وايرس نوې پېښې مخې ته راغلي دي.

د روغتيا د چارواکو په وېنا په واشنګټن کې چې لمړی تن د کرونا وايرس له امله مړ شوی هغه د چين سفر کړی ؤ خو وروسته داسې پېښې ثبت شوي چې دوی د چين سفر هم نه دی کړی.

په امریکا کې د کرونا څخه د لمړۍ مړينې وروسته امریکا په ايران سفري بندېز اعلان کړی او ترڅنګ يې د اټلي او جنوبي کوریا د ځینې برخو د سفر په اړوند خبرداری هم ورکړی دی.

د نوؤ بندېزونو اعلان مرستيال صدر مايک پنس کړی دی.

صدر ټرمپ ويلي د مېکسيکو په پوله هم بندېزونه لګولی شي او دوی د ټولو پولو په اړه فکر کوي.

د امريکې د روغتيا او انساني خدمتونو د محکمې وزیر الېکس ازار ويلي د هغو سيمو د سفر څخه دې ډډه وشي چرته چې د کرونا وايرس شتون لري دا غوره تګلاره ده.



Source link

Leave a Reply