ډونالډ ټرمپ:ډیر ژر به د طالبانو له مشرانو سره وګورم، طالبان او ټولې خواوې له جګړې ستړې شوې دي


که طالبانو کومه غلطي وکړه نو مونږ به ډېر ژر او په ډېر قوت سره بېرته افغانستان ته ولاړ شو، خو هیله ده چې
دې کار ته ضرورت پیدا نه شي

کابل – د
امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي ډیر ژر به د
طالبانو له مشرانو سره ملاقات وکړي خو دا
یې ونه ویل چې دا ملاقات به چیرته او څه وخت وشي.

ډونالډ ټرمپ په
سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې د طالبانو سره موافقه بریالۍ
وبلله او زیاته یې کړه چې”طالبان او ټولې خواوې له جګړې ستړې شوې دي.”

ټرمپ دا خبرې وروسته له هغه
وکړې چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا استازو د سولې موافقه لاسلیک کړه.

ټرمپ پخپلو خبرو کې د افغانستان ولسمشر او
افغان ولس ته هم د موافقې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې پدې اوږده جګړه کې
“ډیر کسان ووژل شول”. ده د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د رایستلو په هکله وویل
چې په لومړي سره کې به د عسکرو شمېر شاوخوا اته زره شپږ سوه شي او د نورو په هکله به هم په
نږدې راتلونکي کې پریکړه وشي.

ډونالډ ټرمپ
همدرانګه پخپلو خبرو کې هیله وښوده چې طالبان به په موافقه کې
پخپلو ژمنو دریږي، ” هغوی به تروریستان او بد خلک وژني او دا جګړه به روانه
ساتي”.

ټرمپ همداراز خبرداری ورکړ که کومه غلطي وشوه، امریکایي عسکر به بیرته
افغانستان ته ستانه شي، ” طالبان باید ثابته کړي چې مونږ وخت نه ضایع کوو خو
که کومه غلطي وشوه مونږ بیرته ستنیږو او داسې چټک او قووت سره
به ستانه شو چې تر اوسه یې چا مثال نه وي لیدلی”. خو ټرمپ
هیله وښوده چې دې کار ته ضرورت پیدا نه شي.





Source link

Leave a Reply