حقوقي کارپوه او د شکایاتو کمېسیون پخوانی مشر عبدالستار سعادت:د سولې د هوکړې او بندیانو په باب د ولسمشر غني مخالفت جدي نه دی


غني د امریکا پر خلاف د دریځ نیولو توان نه لري، بندیان
به هم خوشي کړي او سولې ته به غاړه ږدي

که د غني مخالفت ريښتیا وي، امریکا به د ولسمشرۍ
انتخابات فاقد مشروعیت وبولي او غني به بیا ولسمشر نه وي

(کابل- ویسا) ولسمشر غني پرون د قطر د هوکړې او طالبانو
سره د سولې د خبرو په باب خبري کنفرانس ته وویل چې ۵زره طالب بندیان به خوشي نه
کړي او دا د افغان حکومت واک دی، د امریکا صلاحیت نه دی او موږ دې ته ژمن نه یو چې
۵زره طالبانو خوشي کړو.

حقوقي کارپوه او د شکایاتو کمېسیون پخواني مشر عبدالستار
سعادت د غني د دغه دريځ په تړاو ویسا ته وویل چې ولسمشر غني دا توان نه لري چې د
امریکا مخالفت وکړي. نوموړي زیاته کړه چې موږ څو ځلې ولیدل چې غني له طالبانو سره
د خبرو په باب توند مخالفت وکړ، د اوربند شرط یې وروستی مخالفت و، خو بیا تر هر څه
تېر شو.

ښاغلي سعادت وویل چې د بندیانو د نه خوشي کولو په باب او
د سولې او بین الافغاني خبرو د پلاوي په تړاو د غني مخالفتونه ورته ډېر جدي نه
ښکاري، د دې لپاره پر نورو دلایلو سربېره چې اوس یې ویل مناسب نه دي، یو دلیل زما
په نظر دا دی چې ولسمشر غني د امریکا د مخالفت توان نه لري، که دغه مخالفت ريښتیا
وي امریکا به د ولسمشرۍ تېر انتخابات چې له جنجالونو او درغلیو ډک وو، نامشروع
وبولي، اروپا، روسیه او نور لوري هم د امریکا نظر تاییدوي بس نور غني ولسمشر نه
دی، نوموړی خپلې دغه ستونزې هم ښې درک کوي.

ښاغلي سعادت زیاته کړه چې د سولې دغه پروسه باید په
احتیاط تعقیب شي، دې ته اړتیا ده خو د غني مخالفت پکې جدي نه دی.





Source link

Leave a Reply