شنونکي:د امریکا او طالبانو تر منځ په هوکړه لیک کې ځینې ټکي مبهم دي


په دویمه ماده کې په صراحت تر بین
الافغاني جوړجاړي وروسته د نوي حکومت یادونه شوې خو وضاحت نه لري

د دویمې برخې په پنځمه ماده کې
راغلي چې طالبان باید هغو کسانو ته ویزې ورنکړي چې د امریکا امنیت ګواښي، په داسې
حال کې چې طالبان رسمي حاکمیت نه لري

شنونکي په دې باور دي چې یا امریکا
د سولې په باب بې پروا ده او یا د پردې تر شا بل څه روان دي

کابل ـ د امریکا او طالبانو ترمنځ
د سولې تړون چې د شنبې په ورځ د ګڼو هېوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شو ځينې
مسایل پکې مبهم دي. د شوې هوکړې د درېیمې برخې په دویمه ماده کې په صریح ډول تر
بین الافغاني جوړ جاړي وروسته د نوي حکومت د ایجاد یادونه شوې خو د دغه حکومت د
څرنګوالي په تړاو هېڅ وضاحت نه دی ورکړل شوی.

د توافقنامې د دریېمې برخې په
دویمه ماده کې راغلي:« متحده ایالتونه او د افغانستان اسلامي امارت چې متحده
ایالتونه یې د دولت په نوم نه پېژني او د طالبانو په نوم یې پېژني، یو له بل سره
مثبتې اړیکې غواړي او هیله لري چې د متحده ایالتونو او د بین الافغاني ډیالوګ او
مذاکراتو له لارې تر جوړجاړي وروسته د نوي افغان اسلامي حکومت تر منځ اړیکې مثبتې
وي.»

په ورته مهال په دې توافقنامه کې
سره له دې چې طالبان کوم رسمي حاکمیت نه لري له هغوی ځينې مهمې غوښتنې شوې دي. د
هوکړې د دویمې برخې په پنځمه ماده کې راغلي چې طالبان باید هغو خلکو ته ویزې او
پاسپورټونه ور نه کړي چې د امریکا امنیت ګواښي. د توافقنامې د دویمې برخې په پنځمه
ماده کې راغلي:« د افغانستان اسلامي امارت چې متحده ایالتونه یې د دولت په توګه نه
پېژني او د طالبانو په نوم يې پېژني، هېڅ یوه بهرني وګړي ته چې د امریکا او د هغوی
د متحدینو امنیت ګواښي، ویزه، پاسپورټ، د سفر جواز او نور قانوني اسناد ور نه کړي
چې افغانستان ته داخل شي.»

له حقوقي پلوه د ویزې، پاسپورت او
پنا ورکولو اختیارات یوازې په رسمي حکومت پورې تعلق لري. په داسې حال کې چې طالبان
رسمي حکومت نه دي.د چارو شنونکي په دې باور دي چې یا امریکا د سولې په هکله بې
پروا ده او یا دا چې د پردې ترشا بل څه روان دي. شنونکي وايي چې په هوکړه کې لا هم
ډېر مسایل مبهم پاتې دي.

بل پلو د طالبانو او امریکا ترمنځ
لاسلیک شوې توافقنامه او د افغان حکومت، امریکا او ناټو له لوري خپره شوې اعلامیه
کې هم تناقضات موجود دي. د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوې هوکړه کې پرېکړه شوې چې
امریکا به د نوي حکومت لپاره اقتصادي مرستې راټولوي، په داسې حال کې چې د امریکا،
ناټو او افغانستان ترمنځ په همدې ورځ په خپرې شوې اعلامیه کې له افغانستان سره د
اقتصادي مرستو یادونه نه ده شوې.

په ورته وخت کې په هوکړه کې د
پاکستان او یا هم هلته د مخالفینو د پټنځایونو په اړه هم هیڅ نه دي ویل شوي، په
داسې حال کې چې کابل ته د سفر پر مهال امریکايي چارواکو د افغانستان او پاکستان
ترمنځ د کړکېچنو د هواري په هدف د منځګړتوب ژمنه کړې ده.





Source link

Leave a Reply