کرونا ویروس؛ کندهار کې د پاکستان او افغانستان لار تړل شوې


کابل کې د
پاکستان سفارت وايي، چې  داوړو هېوادونو کې
د کرونا ویروس د مخنیوي په پار کندهار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین
بولدک لار تر یوې اونۍ پورې تړل شوې ده.

کابل کې د
پاکستان سفارت نن ( یکشنبه کب ۱۱ ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د کرونا
ویروس د مخنیوي په پار یې کندهار کې د سپین بولدک مرزي لار تر یوې اونۍ پورې تړلې
ده.

پاکستان کې تر
دې مهال د کرونا ویروس دوه مثبتي پېښې ثبت شوي، خو افغانستان کې بیا تر اوسه یوازې
یوه مثبته پېېښه ثبت شوې ده.

کرونا ویروس
چې لومړی ځل چین کې خپور شو، او تر دې مهاله یې د یو شمېر ډېرو کسانو ژوند اخیستي،
اوس مهال کابو پنځو هېوادونو کې خپور شوی دی، چې ډېری مرګ یې چین او ایران هېواد
کې اړولی دی.



Source link

Leave a Reply