زابل ولایت کې د افغان ځواکونو په ملاتړ سربېره د سرتیرو ملي ورځ ونمانځل شوه – Hindukosh


هندوکش ــ زابل: په زابل ولایت کې د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ په خوښه میرمنو او یاد ولایت اوسیدونکي سرتیرو ته ګلان ډالۍ کړل او دوی ته یې د سرتیري د ملي ورځې مبارکي وویله.
په جوړه شوې غونډه کې د افغان امنیتی ځواکونو له قربانیو څخه مننه وشوه او سرتیرو ته ډاډ ورکړل شو، چې په هر ډول حالاتو کې د زابل ولایت ولسونه ستاسو ترشا ولاړ دي او ولسونه به ستاسو قربانۍ هیڅکله هیرې نه کړي.
د غوڼدې په پای کې په وسلوالو طالبانو غږ وشو چې نور تاوتریخوالي ته دپاي ټکی کیږدي او سولې ته غاړه کيږدي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply