د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې دایمي اوربند وغوښت – Hindukosh


هندوکش ــ کابل: د اسلامي همکاریو سازمان د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دا به بین الافغاني خبرو او سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي.
د سازمان سکرتر جنرال یوسف ال عثیمین د جګړې د ښکېلو خواوو له خوا د یوې اوونۍ اورکم ستاینه کړې او غوښتنه یې کړې چې د دې وضعیت دوام باید د دایمي اوربند لامل شي.
نوموړي ویلي، افغان مشرانو هم وښوده چې دوی دغه هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو او د سولې ټینګښت ته ژمن دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply