امریکا اسانچارې ده؛ د ۵ زره طالب بندیانو د خوشي کیدو صلاحیت نلري – Hindukosh


هندوکش ــ کابل: افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د بین الافغاني مذاکراتو او راتلونکي نظام په هکله د ارګ دریځ روښانه کړ او زیاته یې کړه، چې امریکا د ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کولو صلاحیت نه لري، ولسمشر غني وویل، په ناڅاپي ډول او له قانوني اقداماتو پرته د پنځو ۵ زرو طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره دوی هیڅ ډول ژمنه نه لري او دا خبره یې په وار وار ډاکټر خلیلزاد ته کړې.
غني زیاته کړه:”د بندیانو خوشې کول د امریکا صلاحیت نه دی موږ له امریکا سره د بندیانو د خوشې کېدو پر سر موافقه نه لرو. دا د افغان حکومت صلاحیت دی، چې یوازې په هر اړخیزو خبرو کې مطرح کېدای شي. امریکا اسانچارې ده، چې د تصمیم معنا نه لري. له ښاغلي خلیلزاد او ټولو امریکايي ځواکونو وپوښتئ، چې په دې اړه بشپړ وضاحت لري.”
ولسمشر ویلي، دا مسئله د بین الافغاني خبرو اجنډا کېدای شي، خو مخکې شرط نشي کېدی.
ولسمشر غني وویل، امریکا په افغان چارو کې واک نه لري او زیاته یې کړه چې د بندیانو خوشې کول د افغانستان اسلامي جمهوري دولت واک دی نه د امریکا، ځکه د ولسمشر په وینا امریکا یواځې تسهیلوونکی رول په غاړه لري.
له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره د مذکراتي پلاوي په اړه ولسمشر غني وویل چې د دې اونۍ په جریان کې به یې غړي اعلان کړي، ده وویل چې پلاوی به د تشکیل له مخې کم وي، تر څو موثر مذکرات وکړي، نوموړي وویل چې یاد پلاوی به ایله له وسله والو طالبانو سره مذاکره کوي او محدود صلاحیتونه به ولري.
ولسمشر غني دا هم وويل چې د مېرمنو په حقونو به هېڅ جوړجاړی ونه کړي او د طالبانو سره د مارچ ۱۰مې لپاره خبرو ته به يو داسې پلاوی برابروي چې پکې به له ټول افغانستانه، ديني عالمان، مېرمنې، ځوانان او سياستوال شامل وي.
نوموړي دغه راز وویل چې بین الافغاني مذاکرات به هم د جمهوري حکومت او طالبانو ترمنځ وي.
ولسمشر غني دغه راز وویل چې اورکم به دوام ولري او د دوی هڅه دا ده چې په اوربند یې بدل کړو.
ولسمشر غني د خبرو په جریان کې دغه راز وویل چې لوړه خامخا کوي او ټینګار یې وکړ چې نور څوک نه شي کولی خپله ځان ولسمشر اعلان کړي: ((د ولسمشر د ټاکلو مرجع معلومه ده او هېڅ‌څوک ځان ولسمشر نه‌شي ټاکلی.))
امريکې په ۲۰۰۱ کال کې تر هغې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ چې طالبانو د القاعده ترهګرې ډلې مشر، اسامه بن لادن له ورکولو یې انکار وکړو. اسامه هغه وخت په افغانستان کې وو او پر نيويارک د هغو بريدو زمه واري يې اخيستې وه چې نږدې درې زره امريکايان يې ووژل. نوموړی وروسته امريکايانو په پټو عملياتو کې په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په اېبټ اباد کې وواژه. اوس طالبانو امریکا ته ډاډ ورکړی چې نه یواځې به د القاعده ترهګرې ډلې سره اړیکې پرې کوي بلکې د دوی په وړاندې به مبارزه هم کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram



Source link

Leave a Reply